د افغانستان شمال کې تر مرګوني سېلاب وروسته د ممکنه ژوندي پاتې شویو کسانو پسې لټون پیل شوی

د افغانستان د شمال په بغلان کې یو کس د مې په ۱۲مه د خپل هغه کور ننداره کوي چې د سېلاب له کبله ویجاړ شوی دی.
 د خوړو نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس، د سختو بارانونو ووروسته سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان مړه، ډېر نور ټپیان او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړل.
 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په بغلان کې د مې په ۱۲مه تقریباً ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي او تر ۲۶۶۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او دغه راز کورنیو او ژغورونکو ډلو د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون پیل کړی دی.

له یوې وېډیو اخیستل شوي عکس کې ښکاري چې یو شمېر کسان په بېلچو خټې لرې کوي او د خپلو کورنیو د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅه کوي.

د بغلان په شیرجلال سېلاب ځپل کلي ته یوه امبولانس رسېدلی دی.
په بغلان کې د مې له لسمې راهیسې د ناڅاپي بارانونو له کبله په راوتلو سېلابونو کې زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې بغلان تر ټولو ډېری زیانمن ولایت بلل کېږي، خو اوس وايي چې بدخشان، غور او هرات هم د زیانمنو په لېست کې اضافه شوي دي.

د بغلان په شیرجلال کې ۴۵ کلن سلیم یو ماشومن لېږدوي. هغه په دې سېلابونو کې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي دي.

یو ځايي ۴۸ اوسېدونکی په یوه امبولانس کې تر درملنې لاندې دی. هغه په دې سېلابونو کې خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې ده

د سېلاب ځپلې شیرجلال سیمه کې د ویجاړو شویو کورونو یوه منظره.
د اوچا د راپور پر اساس، افغانستان د اقلیم د بدلون له کبله په نړۍ کې د زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.


 

د مهاجرینو ښارګوټي په یوه کلي یو هلک د هغه موټر ننداره کوي چې د سېلاب له کبله تر خټو لاندې شوی دی.

په شیرجلال کلي کې رضاکاران د سېلاب پر اغېزمنو ډوډۍ ویشي.

ټرانسپورټي او غرنیزو سیمو لارو باندې تګ راتګ له خنډ سره مخ شوی دی.

په شیرجلال کلي کې یوه نجلۍ د خپل کور څلور غړي له لاسه ورکړي او اوس د خپل  ورو قبر سره ولاړه ده.

د افغانستان د شمال په هغو سیمو کې چې د سېلابونو له کبله شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي، د ژغورنې ډلو د لټون عملیات پیل کړي دي. دغه کسان وروسته له هغې مړه شول چې له باران وروسته سېلابونه راووتل.