د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند، سیدحفیظ الله هاشمي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د شمال په شپږو ولایتونو کې یې دفترونه د اعتراضي مظاهرو له امله تړل شوي دي.
هاشمي زیاته کړه:
"مظاهرې او تحصن د خلکو قانوني حق دی، د قانون په چوکاټ کې، ولسونه حق لري چې مظاهرې وکړي، خو زموږ د دفتر بندول هېڅ ډول قانوني توجیه نه لري، موږ پر حکومت هم ږغ کوو چې زموږ د دفترونو امنیت ونیسي ځکه دا يې وظیفه ده او اجازه باید ورنه کړي چې دې انتخاباتي بهیر ته چې موږ يې اوس، منځته رسېدلي یو، زیان ورسېږي."
په بلخ، فاریاب، سمنګان، سرپُل، جوزجان او ځیني نورو شمالي ولایتونو کې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان او د جنبش ګوند د غړي، نظام الدین قیصاري یو شمېر پلویان له څو ورځو راهیسې د هغه د توقیف پر ضد مظاهرې کوي.
په مزارشریف کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر، فضل احمد حیاتي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د قیصاري پلویانو مظاهره چیانو يې پرون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې خپلو دفترونو ته تګ - راتګ وکړي.
په مزارشریف کې یو شمېر مظاهره چیانو چې د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د قیصاري د ازادۍ نارې یې وهلې، پرون د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفتر دروازه وتړله.
په سمنګان، تخار او فاریاب کې هم تقریباً په ورته ډول، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفترونو دروازې تړل شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له خپله صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته بیول شوی دی.
د افغانستان دا نتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ویلي چې د کمېسیون د رهبرۍ پلاوی به نن بېړنۍ غونډه وکړي او په شمال کې د دې ادارې د دفترونو د تړل کېدو په اړه به یو وار بیا خپل رسمي دريځ اعلان کړي.
په افغانستان کې د میزان په اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون په ټاکنو کې د خلکو د زیات ګډون لپاره په شلو ولایتونو کې د رای ورکونکو د نومونو د ثبت بهیر یوه اونۍ تمدید کړ.