خبرونه
معترضینو په ۴شمالي ولایتونو کې انتخاباتي دفترونه تړلي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به نن شنبه په څلورو شمالي ولایتونو کې د خپلو دفترونو د تړل کېدو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.
یوشمېر اعتراض کونکو چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله په بلخ، تخار، بادغیس، جوزجان، سرپُل او فاریاب کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سيمه ییز دفترونه تړلي دي.
نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او په کابل کې تر څېړنو لاندې دی.
په افغانستان کې د مېزان په اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوکوهنې نړيوال اتل "مايک ټايسن" له "جېک پاول" ماتې وخوړه
د سوکوهنې نړیوال اتل ۵۸ کلن مایک ټایسن (Mike Tyson) د ۲۷ کلن جېک پاول (Jake Paul) په وړاندې ماتې وخوړه.
ټایسن او پاول تېره شپه د امریکا د متحدایالتونو په تکزاس کې د مسابقې رېنګ ته داخل شول، چې ټایسن د څلورو امتیازونو په توپیر دغه لوبه وبایلله پاول ۷۸ او ټایسن ۷۴ امتیازونه واخیستل.
لهدې سره د مایک ټایسن د ماتو شمېر ۷ ته ورسېد.
ټایسن له ۱۹ کلونو وروسته د مسابقې رېنګ ته داخل شوی و او دا مسابقه په نړۍ په ميلیونونو کسانو وکتله.
راپورونه وايي ټایسن د دې مسابقې لپاره ۲۰ ميلیون امریکايي ډالره اخیستي او جېک پاول ۴۰ ميلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او دواړه به په ژوندۍ بڼه د دغې مسابقې د خپرېدو له درکه د ترلاسه شوي عاید ۵۰ فیصده هم اخلي.
ټاکل شوې د امريکا او چين ولسمشران نن د اوکراين پر مسئله خبرې وکړي
ټاکل شوې د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په خپله وروستۍ رسمي کتنه کې له هغه وغواړي چې شمالي کوریا، د اوکراین په وړاندې په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له لا زیاتولو راوګرځوي.
په پیرو کې د اسیا پسفیک اقتصادي همکاریو د کلنۍ سرمشریزې په څنډه کې د بایډن او شي ترمنځ نننۍ کتنه داسې وخت کېږي، چې ټاکل شوې بایډن دوې میاشتې وروسته واک جمهوریپال منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ته وسپاري.
دا به د چین له ولسمشر سره د بایډن وروستۍ رسمي کتنه وي.
شي جین پینګ هغه څوک دی چې ډیموکراتان په نړیوال ډګر کې د خپل مهم سیال په سترګه ورته ګوري.
چارواکي وايي، بایډن به د چین له ولسمشر وغواړي چې شمالي کوریا وهڅوي چې د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
اوکراين د پوتين او د جرمني د صدراعظم ترمنځ ټليفوني مکالمه وغندله
اوکراین پرون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ټلیفوني مکالمه وغندله.
کییف دغه مکالمه د تسکین یوه هڅه ګڼلې چې مسکو ښايي د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته وګوري.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول خبرې یوازې پوتین ته د هغه د نړیوالې انزوا د کمېدو هیله ورکوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوازېني څه ته چې اړتیا ده، هغه قوي اقدامات دي، چې پوتین سولې ته مجبورولی شي، نه متقاعد کول او د تسکین هڅه، چې پوتین د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته ګوري او د ځان په ګټه یې کاروي.
د جرمني صدراعظم تر دغو ټلیفوني خبرو وروسته تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، له پوتین یې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تهاجم پای ته ورسوي او خپل پوځیان له اوکراین وباسي.
شولڅ لیکلي، چې روسیه باید له اوکراین سره مذاکرو ته لېوالتیا وښيي، چې هدف یې سولې ته رسېدل وي.
د هند په يوه روغتون کې د اورلګېدو له امله ۱۰ نوزېږي ماشومان مړه شوي
د هند د یوه روغتون د نوزېږو ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ نوزېږي ماشومان مړه شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، د هند د اترا پردېش ایالت د جهانسي ښار په روغتون کې دغه اور پرون جمعې ډېر ژر پهدې څانګه کې خپور شو، چې هلته د ۵۵ نوزېږو ماشومانو درملنه روانه وه.
د اورلګېدو علت معلوم نهدی.
د اترا پردېش ایالت د اعلی وزیر مرستیال براجیش پتهاک پهدې اړه د څېړنو ژمنه وکړه.
دغې پېښې د هند په روغتونونو کې د خوندیتوب د مقرراتو په باب پوښتنې ولاړې کړي دي.
د "ملي مقاومت" جبهې کابل کې د درې طالبانو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې وسلهوالو په یوه حمله کې ۳ طالب وسلهوال وژلي دي.
دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې، دا حمله تېر ماښام د کابل په اتمه حوزه کې د طالبانو پر ګرځنده چک پاینټ شوې، چې د ۳ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي مقاومت جبهې غړو ته په حمله کې زیان نهدی اوښتی.
دا ادعا د خپلواکو سرچینو لهخوا تایید شوې نهده.
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۶۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې "پرون د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۶ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په دغه خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.
بدخشان کې د يو موټر نسکورېدو له امله ۶ کسان مړه شوي
د بدخشان د مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ ترمنځ د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو مسافر وړونکی پاسو ډوله موټر کوکچې سیند ته نسکور شوی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي، په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د قطر او ترکيې مشرانو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی
د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د قطر امیر تمیم بن حمد آلثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتیژیکې عالي کمېټې د لسمې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړه شوې وه، چې په هغې کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.
د ګډې اعلامیې لهمخې د قطر امیر او د ترکیې ولسمشر د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت هم ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
پر طالبانو چې په قطر کې یې لا هم سیاسي دفتر فعال دی انتقاد کېږي، چې د افغانانو پر اساسي ازادیو محدودیتونه لګوي، حکومت یې ټولګډونه نهدی او په ځانګړي ډول یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
طالبانو ټینګار کړی، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ښځو دغهراز نجونو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
پنجاب کې د پراخ لوګي له امله بېړنی روغتيايي حالت اعلان شوی
د پاکستان پنجاب ایالت د پراخ لوګي له امله پرون جمعه بېړنی روغتیایي حالت اعلان کړ او په دوو سترو ښارونو کې یې د سوداګرۍ پر چارو بندیز ولګاوه.
زهرجنو لوګیو او دوړو له څو اوونیو راهیسې د دې ایالت یوه لویه برخه پوښلې چې امله یې نژدې دوه ميلیون وګړي ناروغه شوي دي.
د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم اورنګزېب پرون په یوې خبري غونډه کې پهدې ایالت کې د بېړني روغتیایي وضعیت د اعلانولو پر مهال د دغه پراخېدونکي بحران په وړاندې د مبارزې لپاره د ځینو اقداماتو یادونه وکړه.
د روغتیایي کارکونکو رخصتي لغوه شوې، ټولې تعلیمي مؤسسې تربلې خبرتیا پورې تړلې شوي او رسټورانټونه بند شوي دي.
مېرمن اورنګزیب وویل، لوګی اوس یو ملي ناورین دی.
د لبنان صدراعظم له ايران د اسراييل-حزبالله ترمنځ د اوربند برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې
د لبنان د حکومت سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي پرون جمعه له ایران څخه وغوښتل چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه اوربند په یقیني کولو کې مرسته وکړي.
داسې ښکاري چې نوموړی غواړي، ایران له خپل ملاتړه برخمنه حزبالله ډله چې امریکا یې یوتروریستي سازمان بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، دې ته وهڅوي چې یوه جوړجاړي ته غاړه کېږدي.
داسې یوه جوړجاړي ته چې په ترڅ کې یې ښایي لهدې ډلې وغوښتل شي چې د اسراییل-لبنان پولې ته له نژدې سیمو ځان شاته کړي.
پهداسې حال کې چې د ایران د ستر مشر ایاتالله علي خامنهیي چګپوړی سلاکاراو د ایران د پارلمان پخوانی ريیس علي لاریجاني د خبرو لپاره لبنان ته تللی، د دې هېواد چارواکو وویل چې د امریکا د اوربند وړاندیز حزبالله ته سپارل شوی چې هدف یې د اسراییل او د دې ډلې ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې پای ته رسول دي.
ایران چې د لبنان د حزبالله اصلي ملاتړی دی، له لسیزو راهیسې یې دا سختدریځه ډله تمویل او تجهیز کړې ده.
د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه نېټه چې په غزه کې د حزبالله ملاتړې حماس ډلې پر اسراییل ناڅاپي برید وکړ او اسراییل یې په وړاندې غچ اخیستونکې جګړه پیل کړه، له هغه مهال راهیسې د حزبالله او اسراییل ترمنځ شخړې پیل شوې دي.