پر «کاوون غږ» راډیو د طالبانو چاپه؛ ۶ ښځینه او نارینه نیول شوي کارکوونکي خوشې شول

د لغمان ولایت په مرکز کې د «کاوون غږ» سیمه‌ییزې راډیو دفتر

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، طالبانو د لغمان ولایت په مرکز کې د «کاوون غږ» سیمه‌ییزې راډیو پر دفتر د چاپې په ترڅ کې څلور ښځینه خبریالانې او دوه نور رسنیز کارکوونکي نیولي دي.

دغه فدراسیون د نومبر په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کسان د نومبر په ۱۴مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چارواکو له‌خوا د راډیو پر دفتر تر چاپې وروسته نیول شوي وو.

د راپور له مخې، نیول شویو ښځینه خبریالانو د یوه داسې پروګرام د ثبتولو لپاره چمتووالی نیوه چې په افغان رسنیو کې یې د ښځینه خبریالانو اقتصادي وضعیت څېړه.

د نیول شویو کسانو په ډله کې د راډیو مسؤل او د خپرونو مدیر هم شامل وو.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې هم ویلي، طالبانو د ښځینه خبریالانو د جلا کاري چاپېریال د اصولو د نه‌مراعتولو په پلمه دغه کسان نیولي وو.

د اعلامیې له مخې، ټول شپږ کسان له درې ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي د قوانینو نشتوالی د دې ډول پېښو سبب بولي.

ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل: "کله چې قانون موجود نه‌وي، په قوانینو کې د خبریال کار او د خبریالۍ دنده تضمین نه‌وي، له بده مرغه ورته ستونزې رامنځته کېږي. په تېرو څو کلونو کې لیدل شوي چې طالبان پرته له کوم دلیله خبریال نیسي، خبریال زنداني کوي، ان تر دې چې خبریال ځورول کېږي او شکنجه کېږي او هېڅ ډول جزئیات هم د خبریال د نیولو په اړه له ولس او رسنیو سره نه‌شریکېږي."

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو راوروسته د څارنې، سانسور او د رسنیزو کارکوونکو د ځورولو له لارې د افغانستان رسنیز ډګر او د مطبوعاتو ازادۍ ته سخت زیان اړولی دی.

د دې فدراسیون په وینا، د ښځو پر وړاندې سختو محدودیتونو هم په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر په څرګند ډول کم کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون له مخې، د ښځو غږ عورت ګڼل کېږي او په ځینو ولایتونو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز لګېدلی دی.

په رسمي غونډو او مراسمو کې ښځینه خبریالانو ته محدودیتونه هم ټاکل شوي دي.

په نورو محدودیتونو کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو لپاره د جلا کاري ځایونو ټاکل، په رسمي غونډو او مراسمو کې ښځینه خبریالانو ته محدودیتونه، د ټول بدن او مخ پټولو ته اړ ایستل او د سفر پر مهال د محرم لرلو شرط شامل دي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ټینګار کړی چې خبریالان باید له وېرې، ګواښ او نیول کېدو پرته خپلې مسلکي دندې ترسره کړای شي.

دې ټولنې د خبریالانو د مسلکي حقونو د درناوي او د رسنیو لپاره د خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کړې ده.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون هم د طالبانو له‌خوا د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې روان ځپونکی چلند غندلی او د بیان د ازادۍ او د ټولو افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه‌یې کړې ده.