په افغانستان کې خبریالان له محدودیتونو شکایت کوي او وايي چې له څار او ګواښ ډکې رسنیزې فضا دوی ناهیلي کړي دي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې مېشت یو خبریال وايي چې رسنیزه فضا ورباندې دومره تنګه شوې چې په دې فکر کې دی چې خپله دنده پرېږدي.
هغه چې د امنیتي اندېښنو له املهیې نهغوښتل هویتیې څرګند شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې پر رسنیو لګېدلو محدودیتونو د اطلاعرسونې بهیر ستونزمن کړی او د خبریالۍ د دوام لپارهیې د هغه انګېزه کمزورې کړې ده.
دی زیاتوي: "کله چې د راپور جوړولو لپاره د پېښو سیمو ته ځو، هلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. وضعیت تر دې ځایه رسېدلی چې که د کار بله زمینه راته برابره شي، ښايي خبریالي پرېږدو او بل کار ته مخه کړو."
د رسنیو د ملاتړ سازمانونه هم د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې ۵ کلونو کې لسګونه خبریالان نیولي او په ځانګړې توګه استخبارات د رسنیو په څارنه، ځپنه او د خبریالانو په ګواښلو تورنوي.
یو له دغو بنسټونو، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) هم تأییدوي چې افغانستان کې رسنیزه فضا سخته محدوده شوې او خبریالان د څار او ګواښ تر سیوري لاندې کار کوي.
د دغه سازمان مشر حامد عبیدي د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت له کلونو راهیسې د خبریالانو فعالیت او د رسنیو محتوا څاري او کنټرولوي یې: "د رسنیو ټوله محتوا په حقیقت کې د استخباراتو د ادارې لهخوا څارل کېږي او د سانسور سپارښتنهیې کېږي. دوی په منظم ډول د مونیتورېنګ لپاره سیستم لري او ټولې خپرونې په منظم ډول مونیټور کېږي او څارل کېږي. یوازې هغې محتوا ته د خپرېدو اجازه ورکول کېږي چې د حاکمې ادارې په خوښه وي او د دوی د روایت یوه برخه وي."
ښاغلی عبیدي زیاتوي که چېرې د طالبانو د خوښې خلاف څه خپاره شي، نو خبریالان، د رسنیو مالکان او رسنیز کارکونکي استخباراتو ته احضارېږي او د نیول کېدو، تحقیقاتو او شکنجې راپورونهیې خپاره شوي دي.
په عین حال کې د بېپولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) وايي، طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۷۷ خبریالان نیولي دي او د استخباراتو «۰۱۵» ادارهیې د رسنیو په څارنې او ځپلو، د خبریالانو په ګواښلو او د رسنیزو مطالبو په کنټرولولو کې رول لري.
د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغه سازمان په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځیې خپور کړی، د څو افغان خبریالانو له قوله د هغوی د نیولو، پوښتنو ګروېږنو او شکنجې په اړه معلومات ورکړي دي.
د راپور له مخې، دغه خبریالان د جاسوسۍ او د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تورونو نیول شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دغه تورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د دې ډلې استخباراتي ادارې د قانون له مخې فعالیت کوي او هېڅوک په خپل سر نهنیول کېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان مخکې ویلي و چې ښځینه خبریالانې له رسنیو تقریباً حذف شوې دي، د رسنیو د مسلکي کسانو په مجرم پېژندلو سره، د طالبانو چارواکو هڅه کړې چې د معلوماتو پر بهیر بشپړ کنټرول ټینګ کړي.
تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د ځپنې په اړه خبر ورکړی و او اندېښنه څرګنده کړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۱۵مه په خپل راپور کې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د دوام او د څو رسنیو د فعالیتونو د ځنډېدو خبر ورکړ.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجې) د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۴مه په خپل راپور کې پر خبریالانو د فشارونو د زیاتېدو، د هغوی د نیولو او وهلو ټکولو، سانسور، د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو د محدودیتونو، د انټرنټ د پرې کېدو او د افغان خبریالانو د جبري کډوالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د بېپولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه قوانین او مقررات لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي او ویلي چې په سلګونو افغان خبریالان د دې ځپنې څخه د تېښتې، د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل کار د دوام لپاره اړ شوي چې له هېواده ووځي.