د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۶

په افغانستان کې د رسنیو د مالي بحران دوام؛ سلام‌وطندار راډیو یو شمېر کارکونکي ګوښه کړي

د پروان ولایت د کهکشان راډیو خبریالان؛ انځور له ارشیف څخه
د پروان ولایت د کهکشان راډیو خبریالان؛ انځور له ارشیف څخه

په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره اقتصادي ستونزو او د عایداتي سرچینو کمښت په دغه هېواد کې د رسنیو فعالیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. تازه د سلام وطندار راډیو ادارې یو شمېر کارکونکي، چې خبریالان او پروډیوسران په‌کې شامل دي، له دندو ګوښه کړي دي.

د افغانستان د یوې پېژندل شوې رسنۍ، سلام وطندار راډیو، یو شمېر خبریالان وايي، چې د دغه هېواد پر رسنیو د حاکم مالي بحران په دوام، دې رسنۍ هم د خبریالانو، پروډیوسرانو او خدماتي کارکونکو په ګډون، خپل یو شمېر کارکونکي، له دندو ګوښه کړي دي.

د دې رسنۍ خبریال او اېډېټر، عمران رحیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ده په سېپټمبر میاشت کې د مالي ستونزو له امله خپل او د خپلو یو شمېر همکارانو د ګوښه کېدو رسمي برېښنالیک تر لاسه کړ.

د عمران رحیمي په وینا، له لسو څخه ډېر همکاران یې له دندو ګوښه شوي دي.

رحیمي زیاته کړه: «د سېپټمبر پر ۳۰مه مو برېښنالیک تر لاسه کړ چې زه او هغه همکاران مې له دندو لرې شوي یو. پر هماغه ورځ خبر شوو او زه ډېر خپه شوم، ځکه ما دلته اووه کاله کار کړی و.»

رحیمي زیاته کړه، چې د کارکونکو د شمېر کمول یواځې په خبري څانګې پورې محدود نه وو، بلکې د پخلنځي او خدماتي برخو یو شمېر کارکونکي هم ګوښه کړل شوي دي.

د دې رسنۍ یوه بل خبریال، چې دی هم له دندې ګوښه کړل شوی او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «په افغانستان کې ډېری رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. موږ له هغو نړیوالو بنسټونو، چې ادعا کوي د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي، د پاملرنې غوښتنه کوو.»

ازادۍ راډیو د سلام وطندار راډیو د ادارې د نظر تر لاسه کولو لپاره د دې رسنۍ له مسوولانو سره اړیکه ونیوله، خو د دغه راپور د خپرېدو تر وخته پورې یې کوم ځواب تر لاسه نه‌کړ. دوی تر اوسه د خپلو کارکونکو د ګوښه کېدو د مشخص دلیل په اړه په رسمي توګه هېڅ هم نه‌دي ویلي.

د خبریالانو په وینا، د منظم معاش نه‌شتوالی او د کاري فرصتونو کمښت په افغانستان کې د رسنیز کار برخه کې په یوه سخت مشکل بدل شوی دی.

یوه افغانه خبریاله وايي، چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ، کاري محدودیتونو هم د ښځینه خبریالانو وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

دې هم د نوم نه خپرېدو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «خبریالان له اقتصادي ستونزو ډېر کړېږي، آن معاشونه یې هم پر وخت نه ورکول کېږي. خبریالان، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې، له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي او هېڅ بنسټ یې ملاتړ نه‌کوي.»

خو د رسنیو د چارو کارپوهان د دغو اقداماتو اصلي لامل د بهرنیو مرستو بندېدل او د اعلانونو د عوایدو سخت کمښت بولي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټ (AMSO) مشر، حامد عبیدي وویل: «کومې رسنۍ چې اوس په افغانستان کې فعالیت کوي، پر نړیوالو مرستو تکیه دي. دا مرستې کمې شوې دي او دغه کار د رسنیو لپاره مالي ستونزې رامنځ ته کړې دي، چې ډېری کارکونکي اوزګار شوي دي. پخوا به د نړیوالو مرستو تر څنګ، اعلانونو هم له رسنیو سره د مالي ملاتړ په برخه کې مرسته کوله، خو اوس دواړه کم‌رنګه شوي دي. د سلام وطندار د ځینو کارکونکو د ګوښه کېدو لامل هم همدا موضوع کېدی شي.»

کومې رسنۍ چې اوس په افغانستان کې فعالیت کوي، پر نړیوالو مرستو تکیه دي. دا مرستې کمې شوې دي او دغه کار د رسنیو لپاره مالي ستونزې رامنځ ته کړې دي
حامد عبیدي، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټ (AMSO) مشر

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، د رسنیو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېسټانو ټولنې د ۲۰۲۶ز کال په فېبرورۍ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۳۹۴ راډیوګانې فعالې دي او نږدې درې زره کسان په‌کې کار کوي؛ خو د دغه بنسټ په وینا، له نیمایي څخه ډېر کارکونکي، په ځانګړي ډول په سیمه‌ییزو رسنیو کې، په رضاکارانه توګه فعالیت کوي.

نړیوالې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۲ز کال تر فېبرورۍ پورې، په افغانستان کې له ۶۲۳ فعالو رسنیو څخه تر نیمايي ډېرې تړل شوې وې. همدارنګه، کاري محدودیتونو، په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو لپاره، د دوی مسلکي فعالیتونه لا ستونزمن کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG