د خوست اوسېدونکي: د پاکستان هوايي برید په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړې

خوست کې هغه کورنۍ چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي د پاکستان له‌خوا د پنجشنبې شپې برید سره له دې چې ځاني تلفات نه‌درلودل، خو د خلکو خصوصاً ماشومانو ترمنځ‌یې وېره او ترهه خپره کړې ده.

د غه کس چې نه‌‎یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې برید د جېټ الوتکو له‌خوا وشو: "د موږ د سیمې هغه واړه ماشومان، دوی هم راپورته شوي و، ډېر د ډار او وېرې له وجې تر فشار لاندې و، په دوی ستر فشار پروت و چې دغه فشار د برید اغېز ګڼلی شو، خو برید نور داسې کوم ځاني او مالي زیان نه‌‎لري."

د خوست دغه اوسېدونکی زیاتوي چې برید کې یو پخوانی کور په نښه شوی.

دغه‌راز خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله فېس‌بوک پاڼه د دغه کور د څښتن خبرې هم خپرې کړي چې وایي د پاکستان هوايي بریدونو دوی ټول سخت وېرولي.

دی زیاتوي: "دومره واړه هلکان او نجلۍ وېرېږي چې هر وخت په ډار کې دي. شپې دوی له کټه ولوېدل پړ مخې. موږ څه کړي وی؟ پاکستان په موږ ډېر زیاتی کوي. له ملل متحد غوښتنه کوو چې زموږ پوښتنه دې وکړي."

په خوست کې د پاکستان د هوايي حملو د قربانیانو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم

افغانستان کې د طالبانو حکومت پرته له جزئیاتو وویل په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو باندې د پاکستان په دغو بریدونو کې ۴ کسه وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان له‌خوا دغه بریدونه په کلکو ټکو وغندل او ژمنه‌یې وکړه چې په مناسب وخت کې به ورته ځواب وویل شي.

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان چارسمبالی احضار او هغه ته‌یې د افغانستان په هوايي حریم د تېري او په څو ولایتونو د بریدونو له کبله احتجاج‌لیک وسپاره.

اسلام‌اباد وايي چې دغه بریدونه‌یې د افغانستان له لوري د ډرونونو د بریدونو په ځواب کې کړي او پوځي اهداف‌یې په نښه کړي دي.

پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ هم په کونړ او پکتیکا ولایتونو باندې بریدونه کړي و.

د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما تأیید کړه چې په کونړ کې د دغو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه درې افغان ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

کونړ کې د پاکستان د هوايي حملو له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

په افغانستان باندې له دغو بریدونو تقریباً یوه اوونۍ مخکې پاکستان کې د کوهاټ د پولیسو په مرکز وسله‌وال او بمي برید کې لږترلږه ۳۱ کسه ووژل شول.

اسلام‌اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسله‌والو ته پناه ورکړې چې دننه پاکستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تور ردوي او وايي چې پاکستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او پاکستان دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه‌اچوي.

له تېر اکټوبر راهیسې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په بې‌سارې توګه کړکېچنې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې هم تړل شوې دي.

د دواړو لورو ترمنځ د روغې لپاره د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین په منځګړیتوب خبرو تر اوسه کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.