د بشري حقونو ایراني سازمان، حال وش وایي، درې افغان کډوال په دوو بېلابېلو پېښو کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لهخوا په ډزو کې په اسفندک او سراوان سرحدي سیمو کې وژل شوي دي.
د دغه سازمان مشر شېراحمد شیراني د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښې دې روانې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځ رامنځته شوې دي.
ده وویل چې د یو افغان وژل شوي پېژندنه شوې چې سبدالله نومېږي او د حاجي امانالله زوی دی.
شیراني وايي: په دوو پېښو کې ایران سرحدي ځواکونو د ایران په اسفندک سیمه کې له سراوان څخه څلوېښت دقیقې لیرې په هېواد کې دننه پر کډوالو ډزې کړي.
هغه زیاتوي: "په دوو پېښو کې ایران سرحدي ځواکونو د ایران په اسفندک سیمه کې له سراوان څخه څلوېښت دقیقې لیرې په هېواد کې دننه پر کډوالو ډزې کړي، لومړۍ پېښه د شنبې په ورځ وه چې ۱۵ کسیزه ډله کې دوه کډوال ووژل شول او جسدونه یې وموندل شول او موږ یې رسنیو ته راپور ورکړ او دوهمه پېښه د یکشنبې په ورځ د ۸ کسانو یوه ډله وه چې د ایراني ځواکونو لهخوا پرې په ډزو کې یو کس ووژل شو."
ایراني چارواکو لا د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېره یوه میاشت کې د ایران پر پوله پر افغان کډوالو د ډزو درېیمه پېښه ده.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د حالوش په نوم د بشري حقونو دغه ایراني سازمان راپور ورکړی و چې ایراني سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سیمه کې د افغان کډوالو په یوه ۳۰۰ کسیزې ډلې چې ایران ته یې د اوښتو نیت درلود، ډزې کړي چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.
په ایران کې مېشت افغان کډوال اللهداد هم د سراوان په کلګان سیمه کې د شوې پېښې په اړه د نړیوالو سازمانو او د طالبانو پر بې غورۍ نیوکه کوي.
دی ازادي راډیو سره خبرو کې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو لهخوا د ډزو د تکرارېدو لامل د مخکېنیو پېښو په اړه بې غوري بولي.
هغه وايي: "تېره میاشت په هغه خونړۍ پېښه کې ډېر کسان ووژل شول، نه یې په اړه سمه څېړنه وشوه او نه ورته رسېدنه وشوه، دا چې پوښتنه نهشته، افغان کډوال وژني."
له دې وړاندې د دغې پېښو د قربانیانو کورنیو هم ازادي راډیو سره خبرو کې د عدالت د تامینېدو غوښتنه کړې وه.
په ایران کې بل مېشت افغان کډوال امېد ازادي راډیو ته وویل د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ورته له ناقانونه لارې له کډوالۍ پرته بله لاره ورپاتې نه وه او له ډېرو سختو وروسته یې تر ایرانه ځان رسولی دی.
هغه وايي: "که زموږ په هېواد کې اقتصادي وضعیت ښه وای نو مونږ به ولې کډوالېدو؟ له دغو ټولو سختو پولو تېرېږو، ظلم ستم او وژنې پرې روانې دي، باید د دغو جنایاتو او ظلمونو مخه ونیول شي."
له دې وړاندې د ایران دولتي چارواکو د تېرې اکتوبر میاشتې په ۱۳مه د سراوان په کلګان سیمه کې د ۳۰۰ افغان کډوالو پر یوې ډلې د ډزو راپورونه بې بنسټه بللي وو او ویلي وو چې د طالبانو حکومت دغه بې اساسه راپورونه جدي نیسي.
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو د حکومت حقیقت موندونکي پلاوي د لړم په لسمه د دې پېښې د تاییدو تر څنګ ویلي وو، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې پر دغې پولې د ایراني ځواکونو له لوري په ډزو کې دوه کسه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي، خو دوی تر اوسه د خپلو څېړنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان کړي.
د یادونې ده چې په سرحدي سیمو کې له افغان کډوالو سره د ایراني پوله ساتو ځواکونو لهخوا چلند تل د بېلابېلو بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی او له کډوالو سره د ايراني پوځيانو دغه چلند د بشري حقونو د سازمانونو لهخوا د انساني اصولو نه رعایتول او نړیوالو حقونو ته د ژمنتیا نشتون بلل شوی دی.