برلين کې د پوتين پرضد مظاهره؛ د اوکراين جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وشوه

یولیا ناوالنیا، الیا یاشین او ولادیمیر کارامورزا د لاریونونو اصلي تنظیمونکي وو.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د حکومت د سیاستونو پر ضد په سلګونو فعالان د سه‌شنبې په ورځ د جرمني په پلازمېنه برلین کې غونډ شوي وو او په اوکراین کې یې د روسیې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

برلین د یک‌شنبې په ورځ د شاوخوا زرو روسي فعالانو او معترضانو د مظاهرې شاهد و، چې په‌کې د پوتین څو لویو منتقدینو هم حضور درلود.

د لاریون ګډونوالو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او په اوکراین کې د هغه جګړه وغندله او په روسیه کې یې د ډیموکراسۍ د ټینګښت غوښتنه وکړه.

یولیا ناوالنیا، الیا یاشین او ولادیمیر کارامورزا د لاریونونو اصلي تنظیمونکي وو.

د یولیا ناوالني مېړه، الیکسي ناوالني، د پوتین یو مهم منتقد و چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې په یوه زندان کې مړ شو.

الیا او کاراموزا هم سږ اوړی د لوړ پوړو بندیانو په تبادله کې د روسیې له توقیف څخه خوشې شول.

ځینو مظاهره‌چیانو د روسیې او اوکراین بیرغونه او هم د روسیې د مخالفو ډلو له‌‌‌‌خوا کارېدونکی بیرغ چې سپین، نیلي او سپينچکی رنګ لري په لاسونو کې ګرځاوه.

معترضان

لاریون کوونکو د "پوتین پرته روسیه"، "پوتین نه-جګړه نه " او "پوتین قاتل دی" شعارونه ورکول.

مظاهره‌‌‌چیانو له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د سمدستي وتلو، د جنګي مجرم په توګه د ولادیمیر پوتین د محاکمې او په روسیه کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د مظاهرې د تنظیموونکو په وینا، لاریون د پوټسډیمر پلاټز څخه پیل شو او د برانډنبرګ دروازې او چارلي پوستې څخه تر اوښتو وروسته د روسیې سفارت مخې ته پای ته ورسید.

یاشین په یوه بیان کې وویل: "موږ دلته په برلین کې د ازادۍ څخه کار اخلو ترڅو نړۍ ته وښیو چې یوه سوله‌يیزه، ازاده او متمدنه روسیه موجوده ده."

دا لاریون، چې د کریملین درې عمده مخالفو څېرو هم په‌کې ګډون کړی و، په‌‌‌داسې حال کې کېږي چې د روسیې مخالفې ډلې تر اوسه د کریملین پر ضد د یوې متحدې جبهې په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

په دې اړه نور: د جرمني صدراعظم له پوتين غوښتي چې اوکراين کې جګړه پای ته ورسوي

د پوتین د سیاسي مخالفینو له اعتراضونو سره سره په اوکراین د روسیې جګړه دوام لري او روسیې د یک‌شنبې په ورځ په درېیو میاشتو کې د خپلو هوايي بریدونو تر ټولو لویه څپه پیل کړه.

اوکرایني چارواکو ویلي چې، په‌‌‌دې بریدونو کې ۱۲۰ راکټونه او توغندي او ۱۰۰ ډرونه کارول شوي شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دغو راکټونو او ډرونونو یوه لویه برخه په هوا کې له‌‌منځه وړل شوي دي.

تر اوسه په‌‌‌دې بریدونو کې د اوو کسانو د وژل کېدو او د برېښنا د یوشمېر بنسټونه د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.