د بشري حقونو د څار بنسټ اسرايیل په غزه کې په جنګي او د بشريت ضد جنایتونو تورن کړ

د غزې يو انځور

اسرايیل د بشري حقونو د څار بنسټ وروستی راپور رد کړ، چې په‌کې ویل شوي د اسرايیل ځواکونو د غزې وګړي جبري کډې کولو ته اړ کړي.

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورشټاین (Oren Marmorstein) تېره شپه د بشري حقونو د څار بنسټ تازه راپور رد کړ.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په غزه کې د اسرايیل د چلند په اړه د بشري حقونو د څار بنسټ لفاظي کاملاً ناسمه ده او له واقعیت څخه فاصله لري.

پرون پنج‌‌‌شنبه تر دې مخکې د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې اسرايیل په غزې تړانګه کې په جنګي او د بشريت ضد جنایتونو تورن کړ.

د دغه بنسټ په وینا، په دغو جنایتونو کې په ډله‌‌‌ییز ډول د خلکو بې‌ځایه کول هم شامل دي، چې دا عمل قومي تصفیه ګڼل کېدی شي.

دغه بنسټ چې مرکز یې په نیویارک کې دی په خپل راپور کې ویلي، په‌‌داسې حال کې چې خلک د اسرايیل له امر سره سم د تخلیې په حال کې وو، خلک وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، په هغو ساحو کې چې اسرايیل بشري ساحې اعلان کړي او په سلګونو زره کسانو په کې د خېمو په کمپونو کې اړولي وو، هلته هم وژنې شوې دي.

پر غزه د اسراييلو د بريد يو انځور

له کله چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل د حماس ډلې وسله‌والو ناببره حمله وکړه، له هغې راهیسې په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په لیکنه، روغتیايي چارواکو ویلي، په غزې تړانګه کې د روانې جګړې له کبله تر ۴۳زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

له هغې راهیسې زیات وخت د اسرايیل پوځیان د لبنان له حزب‌الله ډلې سره ډزې تبادله کوي.

په دې اړه نور: غزه کې د اسراييل د بريد پر مهال درې ماشومان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر لبنان د اسرايیل په حملو کې ۲۹ کسان وژل شوي دي.

د وزارت په وینا له‌دې سره د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳۸۶ او د ټپیانو شمېر ۱۴زره ۴۱۷ ته ورسېد.

د امریکا متحدایالتونو حزب‌الله ډله چې سیاسي څانګه هم لري د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې، خو اروپايي ټولنې یوازې د حزب‌الله پوځي ځانګه د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې.

حزب‌الله چې سیاسي څانګه یې هم فعاله ده، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د دغه هېواد په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.