د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د اسراييلو پر يوې پوځي اډې د حزب‌الله د بريد ادعا؛ اسراييلو يې تر اوسه پخلی نه‌دی کړی


سيمه کې اسراييلي پوځيان
سيمه کې اسراييلي پوځيان

حزب‌الله ډله وايي، د تل‌ابیب په جنوب کې يې د "پالماخیم" پوځي اډه په نښه کړې ده، خو اسراییلو تر اوسه د دې بریدونو پخلی نه‌دی کړی.

حزب‌الله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اسراییلو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

رویټرز هم په‌‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره کړي.

حزب‌‌الله ډله د امریکا د متحدایالاتونو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌‌الله ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د حزب‌الله ډلې له‌خوا په تل‌ابیب کې پر پوځي اډې د برید ادعاوې په‌داسې حال کې دي، چې په عراق کې د ایران د اتیلاف ډلو پلویان وايي، نن شنبه يې د اسراییلو پر بندري ایلات ښار د بې‌پیلوټه الوتکو څلور بریدونه کړي دي.

دا وروسته له هغه ده چې اسراییلو وویل، د هغوو درېیو الوتکو څرک يې لګولی چې په خبره يې د ختيځ څخه اسراییلو ته نژدې کېدې.

په‌دې وروستيو کې لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو د اسراييل بريدونو شدت موندلی.
په‌دې وروستيو کې لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو د اسراييل بريدونو شدت موندلی.

د (عراق اسلامي مقاومت) په نوم یو ایتلاف په یو بیان کې ویلي، په‌دې ایالت کې د بریدونو هدف يې څلور ځایونه وو.

په بیان کې راغلي، دا ټول بریدونه په یو ساعت کې ترسره شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي پر ایران او د ایران پر متحدانونو د اسراییلو بریدونو ته په اشارې نن شنبه اسراییلو او امریکا ته ګواښ وکړ چې، سخت ځواب به ورکړي.

هغه چې په تهران کې د امریکا پر سفارت د برید په ۴۵مه کلیزه کې خبرې کولې وویل: "له پوځي، د وسلو د سمبالښت او سیاسي کړنو له اړخه هر څه چې اړتیا وي، حتماً به يې ترسره کوو، په اوس وخت کې ټول چارواکي د خپلو دندو په ترسره کولو کې بوخت دي."

خامنه‌يي په‌داسې حال کې اسراییلو او امریکا ته ګواښ کوي، چې ایراني چارواکي وايي، پر ایران د اسراییلو د بریدونو ځواب به ورکوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې اسراییلو د اکټوبر پر ۲۶مه په ایران کې یوشمېر پوځي اهداف په نښه کړل، چې پنځه کسان په‌کې وژل شوي وو.

د اسوشیټدس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پر غزه او لبنان د اسراییلو بریدونو ته په پام که ایران بېرته پر اسراییلو ځوابي بریدونه وکړي، په سیمه کې به کړکېچ لاپسې زیات کړي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د منځني ختیځ په ټولو امریکايي پوځي اډو کې امریکايي ځواکونه فعال دي.

د اسوشیټيد پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دې امکان شته چې د ابراهام لنکن او د هغې ملګرې الوتکې وړونکې بېړۍ په عرب سمندرګي کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پټ رایدر پرون جمعه ویلي و، په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو د ساتنې او خوندیتوب او له اسراییلو څخه د دفاع په موخه به بي۵۲ بم غورځونکې الوتکې، جنګي الوتکې، تېل وړونکې الوتکې او سمندري اوب‌تلونه سیمې ته ولېږدوي.

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چېرته ایران او نیابتي ډلې يې پر امریکايي پرسونل او د امریکا ګټې په سیمه کې په نښه کړي، امریکا به د خپلو خلکو څخه د دفاع په موخه ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG