د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

اسراييل پر لبنان او د غزې پر تړانګه د نويو بريدونو خبر ورکړی


پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې نن (یک‌شنبې د عقرب په ۲۰مه) سهار یې په لبنان او د غزې په تړانګه کې نوي بریدونه پیل کړي او "لسګونه" وسله‌وال یې له‌‌‌منځه وړي دي.

د دې هېواد پوځ ویلي چې، د غزې په شمال کې د جبالیا په ښار کې یې د وسله‌والو "ډېرې تاسیسات" او په‌‌‌دې سیمه کې یو سلاکوټ ویجاړ کړی دی.

د اسراییل د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، په بیت‌لاهیا کې نور هدفونه هم پېژندل شوي او د غزې تړانګې په جنوب، د رفح په سیمه کې، اسراییلي ځواکونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ "دقیقو عملیاتو" ته دوام ورکوي.

دا نوي بریدونه په‌‌داسې وخت کې شوي، چې د غزې د اوربند په اړه خبرې بې‌نتیجې پاتې شوي او قطر هم اعلان کړی چې په موقتي توګه یې په‌‌دې مذاکراتو کې منځ‌ګړتوب ځنډولی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ټینګار وکړ، دا ځنډ به تر هغه وخته دوام ولري چې اسراییل او حماس د خبرو د دوام لپاره "اراده او جديت" وښيي.

همداراز راپورونه خپاره شوي چې امریکا له قطر څخه غوښتي چې په دوحه کې د حماس د افراطي ډلې سیاسي دفتر وتړي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې حماس د اوربند وړاندیزونه رد کړي دي.

حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له لوري تروریستي ډله ګڼل کېږي.

له بلې خوا د لبنان چارواکي وایي، د اسراییل په هوايي بریدونو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بیروت د جنوبي لمنو په شمول د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې وشول، لږ تر لږه ۴۰ کسان، چې په‌کې څو ماشومان هم شامل دي، وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې، د اسراییل په بریدونو کې د لبنان په جنوبي ساحلي ښار صور کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي، چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اسراییل پوځ له‌‌دې وړاندې د دې ښار د پراخو برخو د تخلیې امر کړی و، خو د جمعې د ورځې له بریدونو مخکې د اسراییلي پوځ ویاند په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کوم بل تازه امر نه و خپور کړی.

پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د اسراییل هوايي بریدونو د شنبې په ورځ، (د عقرب په ۱۹مه) د لبنان په نورو ښارونو کې هم ۱۳ کسان وژلي، چې په‌کې د حزب‌الله او د هغه د متحد امل غورځنګ د ژغورنې د ډلو اووه مرستندویان شامل دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې، د شنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې د تاریخي ښار بعلبک په ختیځ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په صور او بعلبک سیمو کې یې د حزب‌الله اړوندې زیربناوې، چې په‌کې جنګیالي، عملیاتي اپارتمانونه او د وسلو زېرمتونونه شامل دي، ویشتي دي.

دغه پوځ د جمعې په شپه د بیروت پر جنوبي لمنو هم تر ۱۰ زیات هوايي بریدونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG