د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

نړۍ

د فلسطين روغتيايي چارواکي: د اسراييل تازه په بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريد
پر غزه د اسراييل بريد

د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي چې، په شمالي غزه کې د اسراییل په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د هغه روغتون چارواکي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه ورته انتقال شوي، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید نن سهار (یک‌شنبه) پر یوې کورنۍ چې بې‌ځایه شويو خلکو په‌کې پناه اخیستې وه، شوی دی.

برید د جبالیا په کډوالو کمپ کې شوی، چې پر دغه کمپ اسراییل له یوې میاشتې راهیسې بریدونه کوي.

د اسراییل پوځ تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

اسراییلي ځواکونو په تېرو اوونیو کې جبالیا، د بیت لاهیه او بیت حانون شاوخوا ښارونه محاصره کړي دي او یوازې بشري مرستو ورپرېږدي.

په‌دې سيمو کې، چې د روان کال د اکتوبر په ۶مه بريدونه پیل شوي، سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره کسانو د غزې ښار ته پناه وړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناټو د اذربایجان د یوې الوتکې د سقوط د څېړنې غوښتنه وکړه

سقوط شوې الوتکه
سقوط شوې الوتکه

د شمالي اتلانتیک پوځي تړون یا ناټو پرون د اذربایجان د هوايي شرکت د یوې الوتکې د سقوط په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه وکړړه.

دغه الوتکه چې ۶۷ کسان په کې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان د اقتاو ښار ته څېرمه نسکوره شوه، چې له امله یې ۳۸ کسان مړه شول.

د ناټو ویاندې فرح دخل اله پرون پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د الوتکې د سقوط د پېښې قربانیان او کورنۍ یې د دوی په سوچ او دعاګانو کې دي.

هغې ټپیانو ته د عاجلې شفا او د الوتکې د سقوط د پېښې په اړه د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.

ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه الوتکه د روسیې د هوايي مدافع د دستګاه له خوا ویشتل شوې ده.

له اردن څخه سوریې ته د کډوالو ستنېدل پیل شوي

له ترکیې هم د سوریې د کډوالو بهیر خپل هېواد ته روان دی
له ترکیې هم د سوریې د کډوالو بهیر خپل هېواد ته روان دی

د اردن د کورنیو چارو وزیر وايي په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي له اردن څخه، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

مازن الفراية پرون دولتي ټلویزیون المملكة ته وویل، د ډسمبر پر اتمه د اسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته تر پرون پنج شنبې د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي بېرته خپل هېواد ته تللي دي.

د هغه په وینا له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د سوریې یو ملیون او ۳۰۰زره وګړي اردن ته کډوال شول، چې ۶۵۰زره یې له ملګرو ملتونو سره رسماً راجسټر شوي وو.

په غزې کې د پنځو خبریالانو په ګډون لس تنه وژل شوي

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، د اسراییل د بریدونو له کبله چې نن پنجشنبه (د مرغومي شپږمه) سهار وختي شوي، د پنځو خبریالانو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.

دغو چارواکو ویلي چې اسراییلي الوتکو د غزې ښار په زیتون سیمه کې یو کور په نښه کړی چې په کې ۵ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

ویل شوي چې دغلته د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال ځکه شته چې یوشمېر کسان ممکن تر خاورو لاندې وي.


د چارواکو په خبره په یوه جلا پیښه کې پنځه خبریالان هغه مهال ووژل شول چې د هغوی موټر تر برید لاندې راغی.

دغو خبریالانو القدس الیوم تلویزیوني شبکې ته کار کاوه او پر موټر یې د غزې العوده روغتون ته نژدې نن سهار برید وشو.

اسراییل تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په نیویارک کې یوه تن ۶ تنه په موټر ووهل

یوه ټکسي چلوونکې پرون چهارشنبې د نیویارک په منهتن کې شپږتنه ترخپل موټرلاندې کړل.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله په دې پیښه کې د یوه ۹ کلن هلک په ګډون درې تنه ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي او د درې نورو وضعیت نسبتاً ښه ښودل شوی دی.

د نیویارک د پولیسو د ادارې یوه ویاند ویلي چې ښایي دغه ټکسي چلوونکي د کومې ناروغۍ د اغیزو له امله دا کارکړی و، خو د هغه په خبره د تحقیقاتو په ترڅ کې تراوسه دا مسله نه ده تایید شوې.

د سوریې د نویو واکمنو ځواکونو او د بشار اسد د پلويانو ترمنځ نښته شوې

Syria province map
Syria province map

پرسوریې د واکمنو اسلامپالو او له قدرته د لیرې شوې ولسمشر بشار اسد د پلویانو ترمنځ د یوې نښتې په نتیجه کې څلور اسلامپالي وسله وال وژل شوي دي.

د اسوشتید پرس آژآنس د راپورله مخې بریتانیا میشتې د سوریې د بشري حقونو د څارډلې ویلي چې دا پیښه پرون چهارشنبې په دمشق کې هغه مهال وشوه چې د هیئت تحریر شام ډلې وسله والو هڅه کوله چې د ړنګ شوي حکومت یوچارواکی ونیسي. د راپورله مخې دغه چارواکی

چې نوم یې ندی په ډاګه شوی، په خپلسري احکامو او د زرګونو بندیانو په اعدامولو تورن دی. د هیئت تحریر شام ډلې وسله والو د روانې میاشتې په لومړیو کې د بشاراسد رژیم نسکورکړ.

حماس وايي، اسراییل د اوربند موافقه ځنډولې

غزه
غزه

د فلسطینانو سخت دریځه ډله حماس وایي چې اسراییل نوي شرایط وضع کړي چې په غزه کې اوربند ته د رسیدولپاره موافقه یې ځنډنۍ کړې ده.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې، حماس ویلي، له دې سره سره دوی انعطاف ښیي او د قطر او مصر په منځګړیتوب د اوربند په اړه خبرې اترې مهمې مرحلې ته داخلیږي.

حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني، وویل چې اسراییل له غزې د وتلو، اوربند، بندیانو او خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو د بیرته ستنیدو اړوند مسایلو په اړه نوي شرطونه وضع کړي چې د یوې موافقې ترلاسه کول یې چې دوی ډیر ورنژدې شوي و، ځنډولي دي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د سې شنبې په ورځ وویل چې د اسراییل د خبرو اترو ټیم د غزې په اړه له یوې اوونۍ خبرو اترو وروسته د یرغمل شویو د معاملې په اړه د "داخلي مشورو" لپاره د سې شنبې په ماښام بیرته له قطر څخه اسراییل ته ستون شو.

اسراییل په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل کړه چې د ۲۰۲۳ م کال د اوکتوبر په اومه د حماس په ګډون سختدریځو وسله والو له غزې د اسراییل پرقلمرو بریدوکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

روسیې د اوکراین دانرژۍ تاسیسات په نښه کړل

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې نن (چهارشنبه د جدي په پنځمه) پر دغه هېواد پراخ راکټي بریدونه وکړل، چې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او نور ملکي بنسټونه یې په نښه کړل.

د اوکراین د چارواکو په وینا، لږ تر لږه درې کسان د خارکیف په شمال ختیځ کې ټپیان شوي دي.

د خارکیف ښاروال ایهور تریخوف په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې دغه ښار د روسیې د راکټي بریدونو له امله په نښه شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن هالوشچنکو وايي، د روسیې توغندیز برید د دغه هېواد د انرژۍ سکتور په نښه کړی، خو دا یې ونه ویل چې د اوکراین د انرژۍ کوم مرکزونه په نښه شوي دي.

تر دې مخکې د اوکراین چارواکو پرون وویل چې د کریوي ریه ښار کې د روسیې د بالستیک توغندیو په حمله کې یو کس وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، دغه برید د استوګنې یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه کړې ده.

په قزاقستان کې لسګونو کسان په هوايي پېښه کې مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د قزاقستان په لویدیځ کې اقتاو ښار ته نژدې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي.

د قزاقستان چارواکو نن چهارشنبې وویل چې په دغه الوتکه کې چې د آذربایجان له پلازمینې باکو څخه روسیې ته پر لاره وه، ۶۹ تنه سپاره ول.

چارواکو ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لسګونو تنه مړه شوي خو تر دیرشو زیات ژوندي پاته دي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي چې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي. د یوولسو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او د جدي پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندي دي.

د اذربایجان هوايي شرکت ویلي چې د امبریر ۱۹۰ الوتکه چې له باکو څخه د چیچنیا پلازمینې ګروزني ته پر لاره وه، اړه شوه چې له اقتاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې بیړنۍ ناسته وکړي. د الوتکې د غورځېدو لامل سمدستي نه دی څرګند او د قزاقستان پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د اکوادور لویې څارنوالۍ د څلورو ماشومانو د لادرکه کېدو په قضیه کې پوځيان تورن کړي دي

د اکوادور د پوځ سرتېري په ښار کې د ګزمې په حال کې (عکس له آرشیف څخه)
د اکوادور د پوځ سرتېري په ښار کې د ګزمې په حال کې (عکس له آرشیف څخه)

د اکوادور لویې څارنوالۍ اعلان کړی چې غواړي د دې هېواد د شپاړسو پوځیانو پرضد د څلورو نویو زلمیانو د لادرکه کېدو په قضیه کې د لاس لرلو په تور جنايي دوسیه پرانیزي.

څلور تنه نوي زلمیان چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۵ ترمنځ وو، د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه د آرام سمندر په ساحلي ښار ګوایاکیول کې تري تم شول چې د خلکو پراخه غوسه یې وپاروله.

د اکوادور لوی څارنوال پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له تحقیقي ادارو غواړي چې په دې قضیه کې د تورنو پوځیانو پرضد د جنایي دوسیې د پرانیستو دقیقه نېټه وټاکي.

پر اوکراین د روسیې د بالستیک توغندي برید یو تن وژلی او یوولس نور یې ټپیان کړي دي

پر اوکراین د روسیې د پالستیک توغندي برید (عکس له آرشیف څخه)
پر اوکراین د روسیې د پالستیک توغندي برید (عکس له آرشیف څخه)

د اوکراین په کریوي ریه ښار د روسیې له خوا د بالستیک توغندي په یوه برید کې یوتن وژل شوی دی.

اوکرایني چارواکو د مرغومي په ۴مه وویل، دا حمله د استوګنې پر یوه څلور پوړیزه ودانۍ شوې ده. د دنیپرو پیتروفسک والي سیرهي لیساک ویلي چې په دې برید کې یوولس نور کسان هم ټپیان شوي چې اوه تنه یې روغتون ته رسول شوي دي.

د اوکراین د بشري حقونو ټولنې دې برید ته قهرجن غبرګون ښودلی او یادونه یې کړې چې دا برید د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په ورځ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیالو خواوو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه ورکړل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG