د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا د متحدایالتونو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال ایران د سیمې لپاره یو ګواښ وباله.
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې، د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې چې ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، ښاغلي نتنیاهو له ټرمپ سره په ټیلفون خبرې وکړې او دواړو موافقه وکړه چې د اسراییل د امنیت لپاره به په ګډه کار کوي.
پهدې بیان کې وړاندې راغلي دي چې دوی د ایران د ګواښ په اړه هم غږېدلي دي.
فرانس پریس اژانس لیکي، دا خبرې پهداسې وخت کې شوې دي چې د غزې او لبنان د جګړې د پای ته رسېدو څه نښه نه ښکاري.
په لبنان کې حزبالله ډله چې ایران یې ملاتړ کوي پرون وویل، په لسګونو زره توغندي یې دې ته چمتو دي چې له اسراییل سره جګړه وکړي.
رویټرز اژانس پرون د حزبالله په وینا خبر ورکړ چې د دغې ډلې ډرون الوتکو د لومړي ځل لپاره د تلابیب په جنوب کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.
حزبالله ډله د امریکا متحدایالتونه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي ټولنه د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
دا ډله د لبنان په پارلمان کې غړي لري او د دغه هېواد په جنوبي برخه کې نفوذ لري.
په ورته وخت کې پرون د اسراییل پوځ وویل، شاوخوا یوسل او شل اعیار شوي توغندي د لبنان له لوري د اسراییل خواته فیر شوې دي.
اسراییلي پوځیانو پرون دا هم وویل چې، له غزې یو توغندی د اسراییل په جنوبي سیمو لګېدلی دی، تر دې مخکې اسراییلي الوتکو د لبنان د پلازمېنې جنوبي برخه چې پهکې د حزبالله مرکز دی بمباري کړه.
د اسراییل او حزبالله ډلې ترمنځ د سپتمبر په وروستیو کې هغه وخت جګړه سخته شوه چې اسراییل د خپلو جنوبي سرحداتو د خوندي ساتلو لپاره لبنان ته پلي پوځيان واستول.
په دې اړه نور: د اسراييلو پر يوې پوځي اډې د حزبالله د بريد ادعا؛ اسراييلو يې تر اوسه پخلی نهدی کړیتر دې مخکې حزبالله د حماس په ملاتړ د اسراییل دننه د توغندیو بریدونه کول.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه لږ تر لږه درې زره پنځوس کسان د دې جګړې په ترڅ کې په لبنان کې وژل شوې دي.
بل لور ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې د هغه د بریا لپاره د مبارکي په پيغام کې ویلي دي چې، له ښاغلي ټرمپ سره د کار کولو هیله لري چې له نړیوالو قوانینو سره سم فلسطنیان د خپل خپلواک دولت څښتنان شي.