په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر په نوم قانون د افغانانو پخواني محدودیتونه لاپسې سخت کړي دي.
"د طالبانو دغو ډول قوانینو افغان ښځې انزوا ته وړي او له دوی یې ان د بیان ازادي اخیستي ده،لطيفه سالارزۍ
يوناما په تېرو درېیو میاشتو کې پهدې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وايي، د امر بالمعروف قانون د ښځو پر وړاندې ځینې پخواني محدودیتونه لاپسې سخت کړي او نوي محدودیتونه یې هم پرې ور زیات کړي دي.
یوناما پرون جمعه د نومبر اوله په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، دغه قانون په عامه ژوند کې له ښځو د فعالیت، بیان او مشارکت ازادي اخیستې ده.
دغه راپور د جولای، اګست او سپټمبر په میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.
په راپور کې د امر بالمعروف د قانون لهمخې د ښځو د غږ عورت ګڼلو، د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو او له محرم پرته د ښځو په سفر د بندیز یادونه هم شوې ده.
یوناما ویلي، داسې پېښې یې هم ثبتې کړي چې ښځې د محرم نه لرلو یا مناسب حجاب نه مراعتولو له امله په لنډ واټن کې بازار یا کارځای ته له تلو را ګرځول شوې دي.
په راپور کې دغهراز د ښځو او نجونو د حقونو، په افغانستان کې د داعش د بریدونو او ملکي تلفاتو، له ګاونډیو هېوادونو سره د پولې په اوږدو کې د نښتو، د حکومتي چارواکو له لوري د خپلسرو نیونو، لفظي ګواښونو، شکجنو، بندي کولو او وژنو یادونه هم شوې ده.
په راپور کې راغلي دي چې، په جولای، اګست او سپټمبر میاشتو کې یې لږ تر لږه د خپلسرو نیونو او توقیف ۲۴، د شکنجې، بد چلن او ګواښلو ۱۰ او د پخوانیو افغان ځواکونو د وژنې پنځه پېښې مستندې کړې دي.
په راپور کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د دُرو وهلو د ۱۱۱ پېښو یادونه هم شوې، چې پهکې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ شامله ده.
"طالبانو د داسې قوانینو په وضع کولو چې حتا د ښځو غږ پهکې عورت بولي، واقعا د افغانستان د خلکو بشري حقونه یې نقض کړيماريه نوري
یوناما ویلي، د طالبانو دغه محدودیتونو او قوانینو د افغانانو له بشري حقونو نه د سرغړونو لامل ګرځېدلي دي.
یوشمېر افغان ښځې او نجونې وايي، د طالبانو سختدریځو قوانینو افغان مېرمنې انزوا ته وړي او ان له دوی یې د بیان ازادي اخیستې ده.
د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو حقونو یوې فعالې لطیفې سالارزۍ پهدې اړه ازادي رادیو ته وویل: "د طالبانو دغو ډول قوانینو افغان ښځې انزوا ته وړي او له دوی یې ان د بیان ازادي اخیستي ده، نورې یې هم محدوده کړي، ستونزې يې ور ډېرې او ان عام ژوند یې ور خاموشه کړی، که دا وضعیت دوام وکړي حالت به نور هم کړکېچن شي."
په پاکستان کې مېشته د بشري حقونو یوه افغانه فعاله ماریا نوري بیا وایي، د طالبانو دغو اقداماتو د محدودیتونو تر څنګ په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د وېرې فضا خپره کړې ده.
نوموړې وايي: "طالبانو د داسې قوانینو په وضع کولو چې حتا د ښځو غږ پهکې عورت بولي، واقعا د افغانستان د خلکو بشري حقونه یې نقض کړي، دغه ډول محدودونکي قوانین او کړنې نه یوازې د خلکو ازادي سلبوي، بلکې په ټولنه کې د ډار او ناامنیو لامل شوي. دا وضعیت یوازې پر ښځو نه بلکې د هېواد ټول وګړي یې اغېزمن کړي، نړۍ يې باید نور پر وړاندې (عملي) غبرګون وښيي."
په دې اړه نور: د افغان ښځو په اړه د طالبانو د صادر شویو فرمانونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه وشوهکه څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما د دغه راپور په اړه څه نهدي ویلي، خو وړاندې یې دغه ډول راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو حقونو ته ژمن دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته تر بیاځلي رسېدو وروسته پهدې هېواد کې د زدهکړو او کار په ګډون پر مېرمنو سخت محدودیتونه لګولي دي.
که څه هم د طالبانو دا محدودیتونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي، خو طالبانو نه یوازې دا چې پهدې برخه کې له خپلو پرېکړو په شاه شوي نهدي، بلکې پر ښځو د محدودیتونو د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.