کوخاو: پر ایران برید د روسیې پوځي اعتبار ته هم یو حیثیتي ګوزار و

د اکټوبر په ۲۶مه اسراییلو د ایران پر یو شمېر سیمو بریدونه وکړل چې زیاني او مالي زیانونه یې واړول.

د اسراییل د هوايي ځواک یوه پخواني قوماندان ویلي چې د دې هېواد نظامي عملیات، چې د شنبې د سهار مهال د لړم یا عقرب په پنځمه نېټه د ایران پر ضد ترسره شول، نه یوازې د ایران اسلامي جمهوریت ته یو دروند ګوزار و، بلکې د روسیې پوځي اعتبار ته هم "یو حیثتي ګوزار" و.

د اسراییل د دفاعي ځواکونو پخواني ویاند او د هوايي دفاع پخواني قوماندان، رن کوخاو، د تل‌ابيب ایف ایم ۱۰۳ راډیو ته وويل چې د ايران هوايي دفاع "یوه ځانګړې کیسه" ده، ځکه چې په دې کې هم زاړه امریکايي دفاعي سیستمونه شته او هم نسبتاً پرمختللي روسي S-300 سیستمونه او ځینې نور سیستمونه چې ایران په خپله جوړ کړي دي.

جنرال کوخاو زیاته کړه چې پر ایران د اسراییل د شنبې د عملیاتو په ترڅ کې د ایران د هوايي دفاع په سیستمونو باندې برید د دې سیستمونو نیمګړتیا ښکاره کړه او د احتمالي راتلونکو بریدونو لپاره یې د ایران توان کم کړ.

د اسراییلو حمله کې د ایران وژل شوي نظاميان

هغه وویل چې دا عملیات د دواړو خواوو پر دفاعي او مخنیووونکو پلانونو باندې اغېزه لري او ایران باید د اسراییل د بریدونو پر وړاندې د دفاع په اړه فکر وکړي.

له بلې خوا د ایران د حکومت دفاع وزیر وايي چې د اسراییل د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې په برید کې ایران ته "یوازې لږ زیان" اوښتی او دا زیان جبران شوی دی.

عزیز نصیرزاده د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې له دې برید او رامنځته شوي زیان وروسته یې له خپلې ټکنالوژۍ او ځواک څخه په استفادې اوښتی زیان ترمیم کړ.

تر دې مخکې د ایران د وسله‌والو ځواکونو لویې درستیزوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دې برید "محدود او لږ اغېز لرونکی زیان" اړولی او څو راداري سیستمونه یې زیانمن کړي چې ځینې سمدستي ترمیم شوي او نور یې د ترمیم په حال کې دي.

له بلې خوا، د اسراییلي سرچینو پر اساس، د اسراییل په برید کې چې د عقرب په پنځمه نېټه ترسره شو، د ایران د S-300 ټول سیستمونه له منځه تللي دي.