هرات کې د روغتيايي کارکوونکو د اعتصاب دوام؛ خلک: روغتيايي خدمات په ټپه ولاړ دي

ډاکټران وايي، که يې معاشات اجراء نه‌شي، عاجلې څانګې به هم وتړي.

د سلګونو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو کاري اعتصاب چې، د هرات ولایت په یوشمېر روغتونونو او کلینیکونو کې روان دی، نن یې درېیمه ورځ ده.

د دې ولایت یوشمېر اوسېدونکي وایي، د دغه اعتصاب له امله په کلینیکونو او روغتونونو کې د روغتیايي کادرونو له کموالي سره مخامخ شوي او دا مرکزونه د عامه روغتیايي خدمتونه له وړاندې کولو ډډه کوي.

"څلور میاشتې کېږي چې موږ صبر کړی دی، له بده‌مرغه چې موږ ته هيڅ موثق خبر نه‌دی رسېدلی. موږ مجبور شوو چې د کلینیکونو دروازې د خلکو پر مخ وتړو."
ډاکټر حبيب‌يار

دوی زیاتوي، دې وضعیت ناروغان اندېښمن کړي، ځکه په خبره یې دغه مرکزونه یوازې هغه ناروغان مني چې روغتیايي حالت یې نازک وي.

فیروز چې د هرات د جبرايیل ښارګوټي یو اوسېدونکی دی، د پنج‌شنبې په ورځ یې ازادي رادیو ته وویل، پرون یې ستوني درد کاوه، هر کلینیک ته چې تللی روغتیايي خدمتونه یې نه‌دي ترلاسه کړي بلاخره اړ شوی چې شخصي روغتون ته ولاړ شي.

هغه وايي: "لطفاً ډاکترانو ته معاش ورکړئ چې بېرته کار ته ستانه شي، موږ د دې توان نه‌لرو چې د خصوصي روغتونونو لګښتونه پرې کړو."

حسیب د هرات یو بل اوسېدونکي ازادي راډيو ته يې وویل: "موږ باید روغتیايي کارکوونکي درک کړو، هغوی په سختو شرایطو کې کار کړی او خدمتونه يې وړاندې کړي دي، دوی په حق دي، که کار ونه‌کړي او اعتصاب وکړي دا هم نه‌‌کېږي، ځکه د ټولنې یو اساسي اړتيا د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، خلکو ته باید خدمتونه وړاندې شي."

په همدې حال کې یو‌شمېر ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي وایي، دوی ان د موټر د کرايې پیسې نه‌لري چې کارځای ته ولاړ شي او دا چې د تېرو څلورو میاشتو معاش نه‌‌دی ورکړل شوی او اقتصادي ستونزو یې ډېرې دي، کاري اعتصاب یې کړی دی.

د اعتصاب کوونکو له ډلې ډاکتر حبیب‌یار اړه ازادي راډيو ته وویل: "څلور میاشتې کېږي چې موږ صبر کړی دی، له بده‌مرغه چې موږ ته هيڅ موثق خبر نه‌دی رسېدلی. موږ مجبور شوو چې د کلینیکونو دروازې د خلکو پر مخ وتړو."

تر اوسه يوازې عاجلې څانګې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

خو په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر غلام محمد حنفي بيا په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "د ولایت مقام په هدایت، پرون د یونېسف دفتر له‌خوا ډاډ ورکړل شو چې معاشونه به ورکړل شي، دا موضوع کلینیکونو ته هم ابلاغ شوې ده. اوس‌‌مهال ټول بېرته خپلو کارونو ته ستانه شوي او په هیڅ روغتیايي مرکز کې خدمتونه نه‌‌دي ځنډول شوي."

هغه څه چې اعتصاب کوونکي ډاکتران یې ردوي او وایي، د طالبانو حکومت ورته ګواښ کړی چې باید کارونو ته ستانه شي، خو دوی بيا هم ټینګار کوي چې طالبان یې په زور کارونو ته نه‌شي ستنولی.

په دې اړه نور: په هرات کې د روغتيايي مرکزونو د کارکوونکو اعتصاب دوام کړی

ویل شوي چې اوس‌مهال یوازې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو عاجلې څانګې فعالې دي، خو روغتیايي کارکوونکي ګواښ کوي که یې معاشونه ورنه‌‌کړل شي، دغه څانګې به هم وتړي.

د هرات ولایت د ډاکترانو ټولنې یوه غړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وويل، د معاشونو د نه‌ورکولو له امله د ۱۱۶ روغتیايي مرکزونو شاوخوا ۳،۰۰۰ کارکوونکو کاري اعتصاب کړى.

ویل کېږي، د افغانستان د پرمختګ او مرستې اداره (ای‌ای‌ډي‌ای) او د روغتیا مدیریت او ارتقاء سازمان (او‌‌‌ايچ‌‌پي‌ايم) په هرات ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې مسوولیت لري.