د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

افغانستان

د مزارشریف او کندز له حوزوي روغتونونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیو‌ایچ‌او" په مزارشریف او کندز ښارونو کې له حوزوي روغتونو سره د درملو او طبي وسایلو د مرستې خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د مزارشریف له حوزوي روغتون سره یې د اضطراري کېټونو، د غیرساري ناروغیو کېټونو، د عملیاتو د جامو د سیټونو په شمول د شاوخوا اتو ټنو درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

"ډبلیو‌ایچ‌او" ویلي، دغه حوزوي روغتون په سیمه کې یوازینی لوی روغتون دی چې د شمالي سیمو نژدې ۴ میلیونه اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د کندز له حوزوي روغتون سره چې په سیمه کې د نژدې ۷۲ زره کسانولپاره اساسي روغتیایي خدمات سرته رسوي، د نژدې ۱۰۵ زره ډالرو په اندازه درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

له دې مخکې "ډبلیو‌ایچ‌او" د اپرېل په دوهمه ویلي و چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې یې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې له ۲۵ روغتونونو سره د ۴،۴ میلیون ډالرو په اندازه د درملو او طبي کېټونو مرستې کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان ابدالیانو هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د اسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.

دغه سیالي چې نن جمعه د عمان په کوربتوب ترسره شوه، د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه او افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغانستان د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکي صدیق‌الله اتل تر ټولو مخکښ توپوهونکو و چې په ۸۳ منډو وسوځېد.

دغه راز ذبیداکبري۶۴ او کریم جنت بیا په ۴۱ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې یوازېنی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکوې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د یادې لوبډلې په ګټه رمنديپ سېنګ تر نورو زیاتې ۶۴ منډې وکړې.

د افغان ابدالیانو په توپ اچونکو کې الله محمدغضنفر او عبدالرحمن دوه-دوه او شرف‌الدین یو لوبغاړی اوټ کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.

افغان ابدالیانو د هندوستان الف لوبډلې ته ۲۰۷ هدف ورکړ

یو افغان لوبغاړی د لوبې پر مهال
یو افغان لوبغاړی د لوبې پر مهال

د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې پر وړاندې د خپلې توپووهنې پاڼۍ بشپړه کړه او د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۲۰۶ منډې وکړې.

دغه سیالي چې نن جمعه د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، د کابل پر وخت به ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوې او افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکي صدیق‌الله اتل تر ټولو مخکښ توپوهونکو و چې په ۸۳ منډو وسوځېد.

دغه راز ذبیداکبري۶۴ او کریم جنت بیا په ۴۱ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې یوازېنی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

په څو شېبو کې به د هندوستان الف لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې پایلوبه ولوبوي.

افغانستان د هندوستان پر وړاندې توپوهنه غوره کړه

افغان لوبغاړی صدیق الله اتل د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
افغان لوبغاړی صدیق الله اتل د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د اسیا ایمرجینګ جام په دوهمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې پر وړاندې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

دغه سیالي چې نن جمعه د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، د کابل پر وخت به ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې پایلوبه ولوبوي.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره صدیق الله اتل، ذبیداکبري، دروېش رسولي، محمداسحاق، شرف‌الدین اشرف، کریم جنت، شاهدالله، عبدالرحمن، الله محمدغضنفر، قیس احمد او بلال سمیع لوبه وکړي.

د ویلو ده چې د اسیا ایمرجینګ جام په لومړۍ نېمه پایلوبه کې سریلانکا د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

چین د افغانستان پر صادراتو مالیه معافوي

د چین بیرغ
د چین بیرغ

چین اعلان کړی چې د افغانستان پر صادراتو به مالیه معاف کړي.

دا خبر په افغانستان کې د چین سفیر نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی دی.

په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ او ورسره پلاوي پرون په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په همدې تړاو خبرې کړې وې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس څرګندوي چې دا مالیه به د ډسمبر له میاشتې وروسته نه اخیستل کېږي.

افغانستان پروسږ کال چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل.

چین یو له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې د واکمنو طالبانو له حکومت سره نژدې روابط لري او په پېکېنګ کې یې د دوی سفیر منلی دی.

په هلمند کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې

په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم
په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې په هلمند ولایت کې تلوېزیوني خپرونې بندې شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن دا خبر ورکړ او په یوه بیان کې یې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې داسې کارونه به بدې پایلې ولري.

هلمند څلورم ولایت دی چې د ژوندي سارو یا موجوداتو د تصویرونو خپرېدل په‌کې ممنوع شول.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په وروستیو کې فرانس پرېس اژانس ته ویلي وو چې د ژوندي سارو د تصویرونو او فلمونو اخیستل به په تدریجي توګه په ټول افغانستان کې بند شي.

د طالبانو دې اقداماتو د رسنیو د ملاتړیو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.

یوسفزۍ: د مکسیکو له ولسمشرې سره مې د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه خبرې کړي

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د مکسیکو له ولسمشرې کلاودیا شینباوم سره یې د طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه خبرې کړي دي.

ملالې یوسفزۍ پرون په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې دې لیدنې کتنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنې او عامه ژوند څخه د طالبانو په واکمنۍ کې حذفېږي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، تر شپږم ټولګي ورپورته یې تر دولسم ټولګي پورې د نجونو زده‌کړې تر ثاني امر پورې وځنډولې او یو کال وروسته یې د پوهنتونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د طالبانو دوو مخالف وسله‌والو ډلو په کابل او فارياب کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې

د افغانستان د مقاومت جبهې يوشمېر وسله‌وال
د افغانستان د مقاومت جبهې يوشمېر وسله‌وال

د طالبانو یوې مخالفې ډلې چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم یادیږي، په کابل کې د پروني ماښام د برید مسوولیت منلی دی.

دې جبهې تېره شپه ناوخته په یو بیان کې ادعا کړې چې، د کارته نو په نانوايي تم‌ځای کې یې په یو برید کې درې طالبان وژلي دي.

وړاندې په بیان کې راغلي، دا برید ماښام مهال د طالبانو پر ګزمې شوی چې، د طالبانو یوشمېر وسلې د جبهې غړو ترلاسه کړي دي.

له‌دې وړاندې د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو د کارته نو په نانوايي تم‌ځای کې د یوې چادونې خبر ورکړی و.

بل پلو د طالبانو یوې بلې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې، د پنج‌شنبې په ماښام یې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې پر طالبانو په برید کې دوه سرحدي ساتونکي وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاو په اړه څه ويلي نه‌دي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه‌شي تاییدولی.

ار‌ايس‌ايف د طالبانو له بنده د خبريال مهدي انصاري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

له ارشيفه يو انځور
له ارشيفه يو انځور

د بې پولې خبریالانونو سازمان ار‌‌ايس‌ایف د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دې سازمان پرون پنج‌شنبې د (اکټوبر ۲۴مه) په یو بیان کې ویلي، د دوی د معلوماتو بر بنسټ انصاري له دوو اوونیو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی.

د ار‌‌اس‌‌ایف په خبره، طالبانو په رسمي ډول د انصاري د نیولو په اړه څه نه وايي.

په بیان کې راغلي، انصاري په ټولنیزو رسنیو کې د مطالبو د خپرولو په خاطر نیول شوی.

ياد سازمان ویلي، د دې خبریال په پټه نیول د منلو وړ نه‌دي او باید ژر تر ژره راخوشې شي.

د راپورونو پر بنسټ، مهدي انصاري د میزان په ۱۴مه د کابل په دشت برچي سیمه کې نیول شوی و.

ار‌اس‌ایف له طالبانو غوښتي چې، د خبریالانونو ځورونې ته د پای ټکی کېدي.

نن د افغانستان تر ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبډله له کمبوديا سره سيالي لري

د افغانستان تر ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان تر ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله

نن جمعه د (اکټوبر ۲۵مه) د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دا سیالۍ د اسیا د ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د افغانستان په وخت څلورنیمې بجې د کمبودیا د پنوم پن په ښار کې پیليږي.

د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم‌عمره ملي لوبغاړو په خپله لومړنۍ سیالۍ کې د تېرې دوشنبې په ورځ فیلپین ته ۸ د صفر او د تېرې چهارشنبې په ورځ ماکایو ته ۹ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالۍ د ۴۳ ټیمونو په ګډون په لسو ګروپونو کې د لسو مختلفو ښارونو په کوربه‌توب پیل شوي دي.

د افغانستان تر ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله په بي ګروپ کې له فیلیپین، کمبودیا، بنګله‌دېش او ماکایو سره ده.

د افغان ابداليانو الف لوبډله نن له هند سره مخامخ کېږي

د افغان کرکټ لوبغاړي.
د افغان کرکټ لوبغاړي.

د افغانستان د ابدالیانو یا الف لوبډله به نن جمعه د کرکټ د اسیا د ایمرجنګ جام سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي.

د دې جام لومړۍ نیمه پایلوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پاکستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ وي.

د افغانستان او هند د الف لوبډلو مسابقه به د کابل په وخت د ماښام په شپږ بجو پیل شي.

د اسیا د ایمرجنګ د جام سیالۍ د عمان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان چې له سریلانکا، بنګله‌‌دېش او هانګ‌کانګ سره په یوه ګروپ کې و، دوې مسابقې وګټلې او یوه وبایلله.
تمه ده د دې سیالیو فاینل مسابقه د لړم په ۶مه د یک‌شنبې په ورځ ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG