اسراییلو په لبنان کې د یوه برید له امله بخښنه غوښتې، خو غزه کې یې ګڼو فلسطینانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

اسراییلو د دوشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د یوه برید له امله بخښنه وغوښته، خو د غزې تړانګې په شمال کې یې بیا د بریدونو په دوام کې ګڼو فلسطینانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د هغې حملې له امله چې په کې د لبنان په سویل کې درې لبناني ځواکونه ووژل شول، بخښنه وغوښته او ویې ویل چې د دغه هېواد له پوځ سره په جګړه نه دی او اسراییلي ځواکونو فکر کاوه چې هدف ګرځول شوی موټر د لبنان د حزب‌الله اړوند و.

حزب الله یو پوځي-سیاسي سازمان دی چې امریکا یې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور نوملړ کې شامله کړې ده.

په ورته وخت کې د اسراییلو په حملو کې د حزب‌الله د یوې مالي موسسې دولس شعبې هدف ګرځول شوي چې د اسراییل په خبره، د حملو د ملاتړ لپاره کارول کېدې، خو ډېریو عامو وګړو خپل پس انداز یا ذخیرې هلته ساتلې.

د لبنان حزب‌الله تېره اونۍ وویل چې د حماس سخت‌دریځې ډلې د مشر یحیی سنوار په وژل کېدو له اسراییل سره د جګړې یو نوي پړاو ته ننوتي.

سنوار د اسراییل په سویل کې د تېر کال د اکټوبر میاشتې د حملې طراح ګڼل کېږي چې د اسراییلو د شمېرو له مخې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.

د حماس مخکېنی مشر یحیی سنوار چې تېره اوونۍ د اسراییلو له لوري ووژل شو.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس ډله یو ترهګریز سازمان بولي.

د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې حماس ډله به له منځه وړي او لسګونه هغه کسان چې له دې ډلې سره برمته دي، بېرته به یې ستنوي.

خو حماس بیا وایي چې یوازې د تلپاتې اوربند، له غزې د اسراییلو په بشپړ شا تګ او د فلسطیني بندیانو د ازادۍ په صورت کې به برمته کړي کسان آزادوي.

په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د غزې په شمال کې یې د اسراییلو د دوشنبې ورځې په هوایي او ځمکنیو حملو کې له ۱۲ زیاتو وژل شویو مړي راټول کړي دي.

په غزې تړانګې کې د عامې روغتیا وزارت عاجلې څانګې چې د حماس له‌خوا مدیریت کېږي، وویل چې په وژل شویو کې ۶ تنه هغه نارینه دي چې د دوشنبې ورځې په سر کې د جبالیا ښار د بې ځایه شویو کمپ ته د څښاک اوبو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو.

دغو سرچینو زیاته کړې چې د دوو ښځو په ګډون څلور نور کسان په یوه سیمه په ه برید کې وژل شوي چې بې ځایه شویو کسانو په کې پناه اخیستې ده او درې نور د بیت حانون سرحدي ښارګوټي ته څېرمه پر یوه ښوونځي چې په پناه‌ځای بدل شوی، په برید کې وژل شوي دي.

په غزه کې د اسراییلو بمباریو یو انځور

اسراییلو دوه اوونۍ وړاندې خپل دغه عملیات د غزې په شمال کې پیل کړل او ویې ویل، چې د حماس ملېشې په جبالیا کې له څو پخوانیو عملیاتو وروسته بیا سره یوځای شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي، هڅه کوي ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي.

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، اسراییلي چارواکو غزې تړانګې ته د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې د پام وړ کموالی راوستی او دې چارې د فلسطینیانو ترمنځ دا اندېښنې زیاتې کړي چې ممکن د اسراییلو پوځ د داسې پلان د عملي کولو هڅه وکړي چې د اسراییلي په کورناستو جنرالانو ملاتړ لري او فلسطینیان مجبوروي چې د لوږې او تسلیمېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د غزې پراخې سیمې ویجاړې شوي او د تړانګې د ۲.۳ نفوس شاوخوا ۹۰ سلنه بې‌ځایه شوي دي.