ایران کې د خبریالانو یوه ټولنه: لا هم د یو شمېر وژل شویو افغانانو مړي په غرونو کې ورک دي

د سیستان او بلوچستان سرحدي سیمه کې ایراني ځواکونه

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو ټولنه وايي، د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د کالګان سیمه ک د وژل شویو یو شمېر افغانانو مړي سراوان روغتون ته وړل شوي.

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو ټولنه وايي، لا هم د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د کالګان په سیمه ک د وژل شویو افغانانو مړي په غرونو رغونو کې ورک دي.

پویا وايي: د ۱۳ کسانو جسدونه د سراوان په سیمه‌ییز روغتون کې په یخچالونو کې ساتل کېږي او ځینې نور جسدونه د هغوی د کورنیو د غړو له لوري افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د دغې ټولنې مشر امېد پویا چې دا پېښه څاري د جمعې د ورځې په سهار یې ازادي راډیو ته وویل: "ډېری جسدونه اوس هم په غرونو کې ورک دي، د ۱۳ کسانو جسدونه د سراوان په سیمه‌ییز روغتون کې په یخچالونو کې ساتل کېږي او ځینې نور جسدونه د هغوی د کورنیو د غړو له لوري افغانستان ته لېږدول شوي دي."

په دغه پېښه کې د وژل شویو یو تن د کورنۍ غړي چې د بلخ ولایت اوسېدونکی دی او نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د تره زوی په مرمیو لګېدلی و، په لومړیو کې ښه و، ایران ته یې زنګ وهلی چې د خپل حال په اړه زموږ دوستانو ته معلومات ورکړي، هغوی موږ ته احوال راکړ، دی د یکشنبې شپه مهال لګېدلی، د سهار تر ۸ بجو پوری ژوندی و، خو دا چې وینه یې ډېره ضایعه شوې وه خپل روح یې حق ته وسپاره."

پرون بیا د وژل شویو یو شمېر دغو افغانانو کورنیو ازادي راډیو سره په خبرو کې د عدالت غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو یې وغوښتل چې دې مسئلې ته رسېدنه وکړي.

د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې چې د سیستان او بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، د راپور له مخې، د تلې په ۲۲مه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ګڼ شمېر افغانان مړه او ټپیان شوي دي.

د یادې خپرونې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د یکشنبې ناوخته د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د کالګان په سیمه کې رامځته شوې ده.

د وژل شویو او ټپیانو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو تراوسه هېڅ یو خپلواک سازمان کره شمېرې نه دي شریکې کړي.

د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د لسګونو افغانانو د وژل کېدو راپورونو ته پراخ کورنۍ او بهرني غبرګونونه ښودل شوي دي.

تازه د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم دغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

اغلې امیري امیري نن جمعه د اکټوبر ۱۸مه په خپلې ایکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، هغوی چې د سخت جبر له امله تېښتې ته اړ کېږي چې د تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستې پرځای باید په عزت او انسانیت ورسره چلند وشي.

نوموړې دغه شان په دې اړه د هر اړخیزو او شفافو څېړنو د سپارښتنې ترڅنګ ویلي چې باید د دغه راپورونو په اړه ځواب‌وینه وشي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نورو سازمانونو، بنسټونو او بېلابېلو شخصیتونو هم په دې اړ د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې یو لوړپوړی پلاوی یې ټاکلی څو په ایران کې افغان کډوالو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه پلټنه وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

له ایران سره سرحد کې د زیات شمېر افغانانو وژل کېدل؛ غبرګونونه او د پېښې څرنګوالی

د افغانستان لپاره د رسنیو په برخه کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي مرستیال میثم مهدي پور بیا د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د ګڼو افغانانو د وژلو ادعاوې رد کړي دي.

دغه ایراني چارواکي پرون پنجشنبه په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره هغه سیمه چې په‌کې د افغانانو د وژنې ادعا شوې امنیتي سیمه بللې او وايي چې کډوال باید په‌کې له تګ راتګه ډډه وکړي.

د مهدي پور په خبره "دښمن" د دا ډول راپورونو په خپرولو سره غواړي عمومي افکار ګډوډ "منحرف" کړي.