امریکا اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې

اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې لیدل کېږي.

د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې ده.

د سپینې ماڼۍ په هغه بیان چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، راغلي چې ولسشمر بایډن د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلفوني مکالمې پر مهال ژمنه وکړه چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې تر پایه به له اوکراین سره نورې پوځي مرستې هم وکړي.

له اوکراین سره د واشنګټن په نوې مرسته کې دافع هوا، زغروال ګاډي او یو شمېر نور مهم شیان دي چې اوکرایني ځواکونه سمدستي اړتیا ورته لري.

په دې بیان کې وړاندې راغلي چې په راتلونکو میاشتو کې به هم د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د تجهیزولو لپاره مرستې وشي.

د ټیلفوني مکالمې پر مهال د اوکراین ولسمشر پر روسیې د بريا ترلاسه کولو په اړه د خپل پلان په باره کې جو بایډن ته معلومات ورکړل او دواړو مشرانو موافقه وکړه چې خپل ټیمونو ته به دنده وسپاري چې د راتلونکو ګامونو لپاره نورې سلامشورې وکړي.

بایډن غواړي چې د نومبر د پنځمې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې اوکراین له پوځي پلوه په پښو ودوري، خو ښایي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ بریالی شي او هغه مخکې ویلي وو چې دی غواړي د اوکراین جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

اکثر جمهوري غوښتونکو له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو مخالفت کړی، خو جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هارېس چې له ټرمپ سره د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندیده ده، ټینګار کوي چې له اوکراین سره پوځي مرستې په‌کار دي که‌نه، روسیه به د اوکراین هغه سیمې چې اوس یې په لاس کې دي وساتي او نور پرمختګ به هم په دې جګړه کې وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې ولسمشرانو بایډن او زیلینسکي ژمنه وکړه چې د خپلو نړیوالو شریکانو په شراکت به نظامي مرستې له اوکراین سره زیاتې کړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې کییف د بریا لپاره د پام وړ تجهیزات لري.

په دې تړاو ټاکل شوې چې د نومبر په میاشت کې جو بایډن له اوکراین سره د نورو مرستو په خاطر انلاین غونډه جوړه کړي.