د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

امریکا ته د زیلینسکي سفر؛ د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین د بري پلان وړاندې کوي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

تمه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د سپټمبر ۲۲مه امریکا ته سفر وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، امریکا ته د سفر پر مهال به د روسیې پر وړاندې جګړې کې د اوکراین د "بري پلان" وړاندې کړي.

د هغه په خبره، تمه لري چې راتلونکې اوونۍ له پخواني ولسمشر او د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تمه ده چې زیلینسکي امریکا ته د سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د عمومي اسمبلې په ناستو کې هم ګډون وکړي.

د راپور پر بنسټ، هغه به د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه په بېلابېلو کتنو کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د هغه له مرستیالې کاملا هاریس سره وګوري.

زیلینسکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هیله‌من دی چې د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیده کاته ولري.

هغه رسنیو ته ویلي، د روانې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه به د ټرمپ سره وګوري، خو د دې کتنو په اړه يې نور جزییات نه دي ورکړي.

د امریکا د روان کال د نومبر ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو له‌خوا ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراتانو له‌خوا کاملا هاریس نوماندان دي.

د رویټزر د راپور پر بنسټ، زیلینسکي د اګست میاشتې په وروستیو کې ویلي وو، د روسیې پر وړاندې جګړه کې د اوکراین د بریا پلان به د امریکا له ولسمشر بایډن، د هغې له مرستیالې کاملا هاریس او له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي.

د امریکا ولسمشرجو بایډن
د امریکا ولسمشرجو بایډن

دا په داسې حال کې ده چې زیلینسکي او پخواني ولسمشر ټرمپ په جولای میاشت کې ټییلفوني خبرې اترې کړې وې.

زیلینسکي له ټرمپ سره د هغه د ولسمشرۍ د دورې پر مهال چې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې وه، له یو بل سره له نږدې نه وو، کتلي.

زیلینسکي په داسې حال کې امریکا په سفر روان دی چې نن د روسیې د دفاع وزارت ويلي، د پرمختللو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته يې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

ازادي راډیو دا ادعاګانې په خپلواکه توګه نه‌شي تاییدولی.

بل پلو اوکرایني چارواکو پرون ویلي وو، د روسیې د بریدونو په پایله کې په پلازمېنه کییف کې درې ملکیان وژل شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو په هغه بیان کې چې نن خپور شوی، راغلي چې هوايي دفاعي سیستم يې په پنځه راکټونه او ۱۱ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

بل پلو د روسیې دفاع وزارت نن ادعا کړې چې د تېرې شپې په جریان کې يې یو شمېر اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ راهیسې پر اوکراین یرغل کړی چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او په زرګونه اوکراینیان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG