د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

نړۍ

زیلینسکي د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پرېکړوني اقدام غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته له وینا مخکې پر خپل هېواد د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره د متحدوایالتونو د پرېکړوني اقدام غوښتنه وکړه.

ولسمشر زیلینسکي داسې مهال په عمومي اسمبله کې خپلې وینا ته تیاري نیسي چې پر اوکراین د روسیې د حملو د دوام په پایله کې ګڼو ملکي وګړو او تاسیساتو ته زیانونه اوښتي دي.

زیلینسکي چې د عمومي اسمبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، په کانګرس کې د دواړو ګوندونو له غړو سره په کتنو کې د متحدوایالاتو د ملاتړ مننه وکړه او د اوکراین د خپلواکۍ د دفاع لپاره یې د امریکا ونډه مهمه وبلله.

امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له اوکراین سره په پوځي او ملکي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرسته کړې او پر روسیې یې په څو پړاوونو کې بندیزونه لګولي.

زیلینسکي د کانګرس له غړو سره په خپلو کتنو کې د جګړې د روان وضعیت او د روسیې د اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په لبنان کې د اسراییلو د هوایي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر۵۶۴ ته رسېدلی

په لبنان کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په لبنان کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د لبنان روغتیایي چارواکو پرون سې شنبې وویل چې د دې هېواد په جنوب کې د حزب‌الله پر اهدافو د اسراییلو د وروستیو دوو ورځو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر۵۶۴ ته رسېدلی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیایي چارواکو د اسراییلو په وروستیو هوایي بریدونو کې د لږترلږه شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ نښتې تبادله شوې، خو اسراییل اوس ژمنه کړې چې له ټولو امکاناتو به کار واخلي څو حزب‌الله له خپلې پولې لیرې کړي.

اسراییل د دوشنبې په ورځ د لبنان پر جنوب او ختیځ په سلګونو هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې په زرګونو کسان اړ شوي چې له خپلو کورونو نورو ځایونو ته کډه شي.

د اسراییل د پوځ په وینا، پرون سې شنبې له لبنان څخه د دې هېواد پر جنوبي سیمو څه باندې درې سوه توغندي ویشتل شوي دي.

بایډن: پوتین پر اوکراین د یرغل د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د یرغل د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو یې وغوښتل چې له کییف څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

بایډن وویل، پوتین اوکراین ویجاړ کړی، خو دا هېواد تراوسه آزاد دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي چې د بایډن د وینا پر مهال یې په تالار کې حضور درلود له دې مخکې د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې غوښتي وو چې پر هېواد یې د روسیې د بریدونو په اړه خبرې وکړي.

بایډن همدارانګه په غزه کې د جګړې په اړه له اسراییل او حماس څخه وغوښتل چې د اوربند لپاره هغه موافقه نهایي کړي چې واشنګټن پرې له قطر او مصرسره څو میاشتې کار کړی دی.

هغه همدارنګه پر لبنان وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو پر وړاندې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې یوه بشپړه جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

دا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د امریکا د ولسمشر په توګه د بایډن وروستۍ وینا ده.

هغه د امریکا د ولسمشرۍ له راروانو انتخاباتو په شا شوی او مرستیاله یې کامالا هاریس دغو انتخاباتو ته چې ټاکل شوې، د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي، درېدلې ده.

سویډن: ایراني هکرانو د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې د غچ اخیستو لپاره زرګونو کسانو ته پیغامونه استولي

د سویډن بیرغ
د سویډن بیرغ

د سویډن لویه څارنوالي وايي، ایراني هکرانو په سویډن کې زرګونه کسانو ته داسې پیغامونه استولي چې په ۲۰۲۳م کال کې په دې هېواد کې د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې د غچ اخیستو غوښتنه په‌کې شوې ده.

د لویې څارنوالۍ یوه چارواکي نن د تلې درېیمه په یوه بیان کې وویل چې د دوی د لومړنیو تحقیقاتو نتایج ښيي چې دا عملیات د ایران دولت، د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک په مرسته د هغې کمپنۍ سیستم ته له ننوتو وروسته ترسره کړي چې په سویډن کې د ټلفون له لارې د پیغامونو یا SMS خدمات وړاندې کوي.

په بیان کې راغلي چې د تحقیقاتو په نتیجه کې د هغو ایراني هکرانو هویت روښانه شوی چې دا عملیات یې ترسره کړي دي.

په سویډن کې د تېرکال په دوبي کې په څو مواردو کې قرآنکریم ته اور واچول شو چې پراخې ناامنۍ او غبرګونونه یې وپارول او په نتیجه کې یې له ستوکهولم سره د منځني ختیځ د ګڼو هېوادونو اړیکي ترینګلي شول.

د خیبرپښتونخوا په کرمه کې فرقه‌يي نښتې؛ ۱۵ کسان وژل شوي

ارشیف: په کرمه کې له دې مخکې هم ورته نښتې شوي چې مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
ارشیف: په کرمه کې له دې مخکې هم ورته نښتې شوي چې مړه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې نن ۱۵ کسان په فرقه يي نښتو کې ووژل شول.

د کرمې یوه سیمه‌يیز چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې دا نښته د دوو قبیلو ترمنځ چې یوه سني او بله شیعه ده، د ځمکې پر سر له شخړې پیل شوه چې وروسته یې فرقه‌یي بڼه خپله کړه.

هغه زیاتوي چې له شنبې ورځې راهیسې په دې جګړه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

اسوشیتیدپرېس پاکستان خبري آژانس راپور ورکوي چې شاوخوا ۲۰ نور کسان په دې نښتو کې ټپیان شوي دي.

په کرمه ایجسنۍ کې له دې مخکې د شیعه او سني قبیلو ترمنځ نښتې شوې دي.

د روان کال په جولای میاشت کې په دې سیمه کې په فرقه‌يي جګړو کې د ۳۵ کسانو له وژل کېدو وروسته یوې جرګې د دواړو خواوو ترمنځ سوله وکړه.

شمالي وزیرستان کې نښته؛ پنځه وسله‌وال وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان دي

ارشیف: په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو یو انځور
ارشیف: په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو یو انځور

راپورونه وايي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار سیمه کې نن د پاکستان د پوځ او تندلارو وسله‌والو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، په دې نښته کې له هاوانونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې نښته کې پنځه وسله‌وال وژلي شوي او څلور دولتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي TTP چې په دې سیمه کې فعاله ډله ده تراوسه د دې نښتې په اړه تبصره نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وروستۍ وینا اوروي

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وروستۍ وینا واوروي.

تمه ده چې بایډن به په خپله وینا کې په منځني ختیځ او سوډان کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړي او همداراز پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې له کییف څخه د امریکا او لوېدیځ د ملاتړ اهمیت به روښانه کړي.

په عمومي اسمبله کې د بایډن د ګډون یو مهم دلیل به هم له اوکراین څخه د ملاتړ استدلال وي، ځکه که په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د ډیموکراتې کمالا هاریس په وړاندې بریالی شي، نو امکان لري چې په دې ملاتړ کې شکونه رابرسېره شي.

روسیې د اوکراین پر اتو سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل

پر اوکراین د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
پر اوکراین د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

روسیې نن د اوکراین پر اتو سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

د اوکراین هوايي ځواک نن پر ټیلیګرام شبکې په یوه بیان کې وویل چې د روسیې له ۸۱ بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۶۶ ویشتلې او نسکورې کړې دي.

بیان زیاتوي چې مسکو نن سهار د اوکراین پر خاوره څلور توغندي هم وویشتل.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې پلازمېنه کییف او کیرو ووهراد، چیرکاسي، ژیتومیر، وینیڅیا، پولتاوا، سومي او میکولایف ښارونه په نښه شول.

په عین حال کې د پولتاوا سیمه ایزو چارواکو ویلي چې د روسیې په حملو کې د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.

له بلې خوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوايي مدافعې ځواکونو یې بېګا پر بېلګورَد، کورسک او بریانسک سیمو د اوکراین د ۱۳ بې پیلوټه الوتکو حملې شندې کړې.

پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰ ته ورسېد

پر لبنان د اسراییلو د هوايي بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د هوايي بریدونو یو انځور

پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر نژدې ۵۰۰ ته ورسېد.

لبناني چارواکي وايي، په دې ډله کې ۵۸ ښځې او ۳۵ ماشومان هم شامل دي.

د اسراییلو پوځ پرون د لبنان د جنوبي او ختیځو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې د حزب‌الله پر مرکزونو له هوايي حملو مخکې دې له خپلو مېنو ووځي.

نن او پرون زرګونه لبنانیان له جنوبي ساحلي ښار صیدا څخه پر لویه لاره په موټرو کې د بیروت خوا ته روان وو.

دا په ۲۰۰۶م کال کې د حزبالله او اسراییل له جګړې وروسته پر لبنان د اسراییلو ترټولو خونړی برید دی.

په سوډان کې کولرا ناروغۍ لږترلږه ۳۸۸ کسان مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په سوډان کې په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۳۸۸ تنه د کولرا په ناروغۍ مړه شوي دي.

د روغتیایی چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

کولرا په ځانګړی توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونو کسانو له جګړې په‌کې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.

دا سیمې په وروستیو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلې دي.

د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبې وویل، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دي.

په سوډان کې د کولرا ناروغي بې سارې نه ده.

اووه کاله پخوا یوازې په دوو میاشتو کې دې ناروغۍ ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډیر یې مړه کړل.

کولرا یوه خورا ساري ساری ساري ناروغي ده چې د اسهال او دهایدرېشن یعنې د بدن د اوبو د کمېدو سبب کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG