د جوبايډن او د اسراييل صدراعظم ترمنځ ټليفوني خبرې؛ پر ايران د بريد مسئله يې هم څېړلې

له ارشيفه د ټليفوني خبرو پر مهال د امريکا د ولسمشر جوبايډن يو انځور

د امریکا متحده‌ایالتونو او اسراییل مشرانو په ټليفوني مکالمې کې چې پرون ترسره شوه، د اسراییل له لوري پر ایران د احتمالي برید مسئله وڅېړله.

وروسته تر دې چې د اکتوبر په دوهمه ایران د اسراییل لور ته شاوخوا یوسل او اتیا توغندي وویشتل، اسراییل د غچ اخیستو خبرداری ورکړ، خو اوونۍ تېره شوې ده دا برید یې لاهم نه‌دی کړی.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا ټليفوني مکالمه دېرش دقیقې وه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر وویل، د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ګټورې او ښکاره خبرې وکړې.

د اغلې پییر په وینا په‌دې خبرو کې د اسراییل له لوري پر ایران د احتمالي برید مسئله هم شامله وه.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا ټليفوني مکالمه دېرش دقیقې وه.

د دې خبرو په اړه یوه لوري هم ډېر جزیات نه‌دي ورکړي، خو دا خبرې په‌داسې حال کې کېږي، چې د اسراییل او په لبنان کې د ایران د ملاتړې ډلې حزب‌الله ترمنځ چې وسله‌والو یې د لبنان تقریباً ټوله جنوبي برخه په لاس کې ده، کړکېچ په زیاتېدو دی.

د ايران پولې ته نژدې اسراييلي ځواکونه

هلته اسراییلي عسکرو پلي عملیات هم ګړندي کړې دي.

حزب‌الله واشنګتن د ترهګرو په ډله کې شمېري، خو اروپایي ټولنه د دې ډلې وسله‌واله څانګه په تور لېست کې داخله کړې ده.

په منځني ختیځ کې دې ته خلک ګوري چې کله به اسراییل د ایران د توغندیو د برید ځواب ورکړي.

ایران د اکتوبر په دوهمه په لبنان کې د حزب‌الله د ډلې د مشر حسن نصرالله د وژلو د غچ اخیستو په خاطر د اسراییل پر لور په لسګونو توغندي وویشتل.

په دې اړه نور: پر حزب‌الله د اسراييلو د بريدونو دوام؛ ملګري ملتونه: لسګونه زره لبنانيان بې‌ځايه شوي

د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت په یوه ویډیویي پیغام کې چې اسراییلي رسنیو خپور کړ ویلي دي چې، د اسراییل ځواب به ایران ته وژونکی، دقیق او له حیرانتیا ډک وي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن اوونۍ مخکې ویلي و، د ایران پر اټومي تاسیساتو به د اسراییل د برید ملاتړ ونه‌کړي، خو که چېرته اسراییل غچ اخلي کولی شي چې د ایران د تېلو تاسیسات په نښه کړي.

له اسراییل څخه متحده‌ایالتونه او متحدان یې دا غوښتنه هم کوي چې په غزه او لبنان کې اوربند وکړي، خو اسراییل وایي چې تر هغو به دا پوځي عملیات روان وي چې اسراییل خوندی شي.