د هرات د تېر کال یو شمېر زلزله ځپلي لا هم په خېمو او نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي

ارشیف: په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خېمې

په هرات کې د تېر ۲۰۲۳م میلادي کال د اکټوبر په اوومه له مرګونې زلزلې پوره یو کال تېرېږي، خو لا هم د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر زلزله ځپلي د خېمو لاندې او یا هم په نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي.

دغه زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ځینو یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې لا هم سرپناه نه لري او په خېمو او یا هم نیمه ویجاړو کورونو کې شپې سبا کوي.

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د خیراباد کلي اوسېدونکې عادله ادعا کوي چې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

عادله وايي: یو کال کېږي چې زلزله شوې او زموږ کورونه ویجاړ شوي او سرپناه نه لرو، په خېمه کې ژوند کوو، اقتصادي ستونزې هم لرو او ان په کورونو کې تشنابونه هم نه لرو.

هغه وايي: "یو کال کېږي چې زلزله شوې او زموږ کورونه ویجاړ شوي او سرپناه نه لرو، په خېمه کې ژوند کوو، اقتصادي ستونزې هم لرو او ان په کورونو کې تشنابونه هم نه لرو، ټول چپه شوي، خو تر اوسه موږ سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. څو ملایان راغله، سروې ګانې یې وکړې او لاړل."

د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې زرغونه وايي چې تېر کال د زلزلې له کبله یې کور ویجاړ شوی، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې بېرته نه دی رغولی.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د کور له نړېدو یې وېره لري، خو بیا هم د مجبورۍ له مخې په‌کې ژوند کوي.

هغه وايي: "په هغو کوټو چې همدا اوس موږ په‌کې ژوند کوو د اوسېدو نه دي او هر څوک راځي او وايي چې خطر لري، خو دا چې اوس مو له هر پلوه لاس بند دی، رغولی یې نه شو او هېڅ مرسته هم راسره نه ده شوې."

یو کال وړاندې د اکټوبر په اوومه څو زلزلو چې قوي هغه یې د ریښتر په حساب ۶،۳ درجې وه د هرات ولایت په ځانګړې ډول د زنده‌جان، غوریان ادرسکن، انجیل، ګذرې او کشک رباط سنګي ولسوالۍ ولړزولې.

د ملګرو ملتونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په یاده زلزله کې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، د هرات زلزلې په مستقیم ډول د هرات په ۹ ولسوالیو کې ۲۷۵زره تنه اغېزمن کړل او ۴۸زره کورونه یې ویجاړ کړل.

په دغه ولایت کې د ښوونځیو او روغتیايي تاسیساتو سربېره یې ۲۱زره عمومي ودانۍ زیانمنې کړې وې.

Your browser doesn’t support HTML5

هرات کې د تېر کال زلزله‌ځپلي په څه وضعيت کې دي؟

له زلزلې وروسته دغلته د کورونو د بیا رغولو مسئله هغه مهال توده وه چې په‌کې د طالبانو د حکومت په ګډون بېلابېلو خیریه بنسټونو، مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو، د کرکټ ملي لوبغاړو او سوداګرو یې په اړه ویلي وو.

که څه هم په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو کره شمېرې نه‌شته، خو د هرات لپاره د طالبانو د حکومت ویاند احمد الیاس شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په زنده‌جان ولسوالۍ کې د ۳۰۰۰ کورنو د بیا رغولو چارې پیل شوي او ځینې هغه یې بشپړ شوي هم دي.

خو د زنده‌جان ولسوالۍ د کشک کلي اوسېدونکی جلیل احمد وايي، هغه کور چې د طالبانو د حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو له لوري ورکړل شوی ګڼې ستونزې لري.

هغه زیاتوي: "د کشک په کلي کې موږ ته یې کور جوړ کړ، خو څلورو خواوو ته دېوالونه نه لري او دستشوی هم نه لري، ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو."

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د برخې کارپوه او د تېر جمهوري نظام پر مهال طبعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وزیر اقا فهیم وايي، له طبعي پېښو څخه د زیانمن شویو د ژوند د بیا عادي کېدو لپاره حکومتونه مکلف دي چې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

فهیم وویل: "د خلکو اړتیاوې جدي نه نیول کېږي، د هغوی لپاره چې زیانمن شوي او غواړي ژوند یې بېرته عادي شي، اسانتیاوې نه رامنځته کېږي، مرستې تر لومړنیو هغو پورې محدودېږي او همدا راز له پېښې وروسته د ورته پېښو د مخنیوي لپاره برنامې نه‌شته."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو اړونده ادارو یې په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د روان هجري لمریز کال له پیله د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو او طوفانو شاهدان وو چې د مرسته کوونکو نړیوالو بسټونو په خبره، په افغانستان کې وروستیو طبعي پېښو د خلکو د اړتیا کچه لوړه کړې ده.