پر لبنان د اسراييل د بريدونو دوام؛ د حزب‌الله د يو استخباراتي مرکز د ويشتل کېدو خبر ورکړل شوی

پر بيروت د اسراييل بريد

د اسرايیل پوځ پرون پنج‌شنبه هم د لبنان د حزب‌الله ډلې پر ځینو مرکزونو د هوايي حملو خبر ورکړ.

د اسرايیل پوځ پرون وویل، چې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یې د حزب‌الله ډلې استخباراتي مرکز ویشتلی دی.

په همدې حال کې د اسرايیل پوځیانو د اسرايیل پولې ته څېرمه له افراطي وسله‌والو سره شخړه کړې او جنګي الوتکو د لبنان په ځینو برخو کې د افراطي وسله‌والو مهم مرکزونه په نښه کړي دي.

اسرايیل روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې د لبنان د جنوب په ځینو برخو کې چې د حزب‌الله ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي، ځمکني عملیات کړي دي.

تر دې څو ورځې مخکې په دغو ساحو کې چې تر ډېره حزب‌الله ډله ورباندې کنټرول لري، د اسرايیل له‌خوا پراخه بمباري وشوه.

د لبنان چارواکو ویلي، چې په سلګونو زره کسان مجبوره شوي، چې نورو ځایونو ته کډه وکړي.

د لبنان روغتیا وزارت پرون وویل، په مخکېنیو درېیو ورځو کې د اسرايیل د بمباريو په نتیجه کې څه باندې ۴۰ روغتیايي او د اوروژنې کارکوونکي وژل شوي دي.

د امریکا متحده‌ایالتونه حزب‌الله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله یوه افراطي ډله ده، چې یوه سیاسي څانګه لري او د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري.

د لبنان روغتیا وزارت پرون وویل، په مخکېنیو درېیو ورځو کې د اسرايیل د بمباريو په نتیجه کې څه باندې ۴۰ روغتیايي او د اوروژنې کارکوونکي وژل شوي دي.

اسرايیل ویلي، په پام کې لري د خپلو شمالي پولو پر خوندیتوب تمرکز وکړي او غواړي یقیني کړي څه باندې ۶۰زره کسان چې له تېر کال راهیسې د حزب‌الله د حملو له کبله بې‌ځایه شوي، بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي.

په دې اړه نور: د اسراييل له لوري د لبنان پر مرکزي برخو د بريدونو دوام؛ لږ تر لږه شپږ کسان په‌کې وژل شوي

له کله چې په غزې تړانګه کې تېر کال د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي جګړه پیل شوې، نږدې هره ورځ د اسرايیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ ډزې تبادله کېږي.

د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله تېره جمعه په بیروت کې د اسرايیل په یو لړ هوايي حملو کې ووژل شو.

تر دې مخکې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د زمري/ اسد مياشتې پر لسمه نېټه د ايران په پلازمېنه تهران کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شو، چې تهران او حماس يې پړه پر اسراييل واچوله.

د دغو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې ایران تېره سه‌شنبه پر اسرايیل د میزاییلو حملې وکړې، چې پراخ غبرګونونه یې وپارول او اسرايیل یې د غچ اخیستو ګوتڅنډنه وکړه.