د اسراييل له لوري د لبنان پر مرکزي برخو د بريدونو دوام؛ لږ تر لږه شپږ کسان په‌کې وژل شوي

د لبنان پلازمېنه بيروت

اسراییل د لبنان د پلازمېنې بیروت په مرکزي برخه کې بریدونو ته دوام ورکړ او ایران خبرداری ورکړ، چې که اسراییل د دې هېواد پر ضد غچ اخیستونکي اقدام ته مخه کړي، له پراخو بریدونو سره به مخ شي.

د لبنان د پلازمېنې بیروت په مرکزي برخه کې د اسراییل په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

دا له ۲۰۰۶م کال راهیسې د بیروت پر مرکزي برخې د اسراییل لومړی برید دی چې کوي یې.

اسراییل پر بیروت دا برید دقیق عملیات بللي، خو یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه برید کې د لبنان پارلمان ته نژدې د بیروت په باشورة سیمه کې د اپارټمانونو یوه ودانۍ په نښه شوې وه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې د درې سختو ټپیانو له مړه کېدو وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۶ ته رسېدلی.

په دغه برید کې اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د لبنان امنیتي سرچینو همدارنګه ویلي، اسراییل په یوه بل برید کې د بیروت په جنوبي څنډه، الضاحية سیمه کې چې تېره اوونۍ د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله په یوه برید کې ووژل شو، په نښه کړې وه.

د دغه برید په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

امریکا، حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

پر بيروت د اسراييل بريد

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

په عین حال کې په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې په سیمه کې جګړه څاري، ویلي چې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله د پخواني مشر حسن نصرالله زوم حسن جعفر القصیر له درې نورو کسانو سره د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د اسراییل په یوه برید کې وژل شوی دی.

اسراییل په بیروت کې دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د لبنان په جنوب کې چې پلي ځواکونه یې د وړاندې تګ هڅه کوي، اته اسراییلي سرتیري ووژل شول.

دا له تېرې اوونۍ راهیسې چې اسراییل پر لبنان ځمکني عملیات پیل کړې، د اسراییل د پوځ لپاره یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

په عین حال کې د ایران د پوځ مشر جنرال محمد باقري پرون چهارشنبې وویل، د تهران له لوري په توغول شویو توغندیو کې د اسراییل محدود پوځي هدفونه په نښه شوې وو، خو ټینګار یې وکړ چې که اسراییل غچ اخیستونکی اقدام وکړي، نو د ایران له پراخو بریدونو سره به مخ شي.

په دې اړه نور: بایډن: امریکا به د ایران د اټومي پروګرام په اړوندو سیمو د اسراییل د برید ملاتړ ونه کړي

د هغه په خبره که سهیونستي رژیم کنټرول نه‌شي او د ایران پر ضد اقدام وکړي، نو دوی به یې ټول بنسټیز تاسیسات په نښه کړي.

د ایران د سپاه‌پاسداران انقلاب ځواک وویل، پر اسراییل یې توغندیز برید د دې لپاره وکړ، چې د اسراییل له‌خوا د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو غچ واخلي.

د اسراییل پوځ وویل، د اسراییل په مرکزي او جنوبي برخو د ایران له لوري د توغول شویو شاوخوا ۱۸۰ توغندیو اکثره یې د هوایي مدافعې ځواکونو له‌خوا شنډ کړای شوې دي.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي، د ایران بریدونو ته به ځواب ورکړي.

هغه دا د ایران یوه لویه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې تاوان به یې ورکوي.

د هغه له‌دې څرګندونو او په لبنان کې د جګړې له تېزېدو سره ټولې سیمې ته د شخړو د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.