یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار: روان کال پاکستان کې تر ۶ زره ډېر افغان کډوال نيول شوي

ارشيف

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنري وايي، په روان زېږدیز کال کې په پاکستان کې څه باندې ۶ زره افغان کډوال نیول شوي دي.

یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، په پاکستان کې مېشت شاوخوا ۶۰۹۴ افغان کډوال نیول شوي یا توقیف شوي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې چې تازه خپور شوی ویلي، یوازې په سپتمبر میاشت کې تر ۶۳۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي.

د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار په راپور کې راغلي چې، تر ۵۴۰۰ زیات افغان کډوال په روان زېږدیز کال کې له پاکستانه ایستل شوي هم دي.

"یوه اوونۍ مخکې ونیول شوم، دوه تر درې ساعته پولیسو سره وم، څومره چې هڅه مې وکړه زه یې خوشې نه‌کړم

د دې راپور له‌مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو تر ټولو لوړه شمېره په مې میاشت کې ده چې، ۱۳۰۰ ته رسیږي او په سپټمبر کې بیا شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال له‌دې هېواده ایستل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو دا نیونې او توقیف په‌دې هېواد کې د بې‌اسناده کډوالو په وړاندې د عملیاتو یوه برخه ده.

په‌دې هېواد کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، سره له‌دې چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

یو له دوی څخه د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار اوسېدونکي مهدي ازادي راډيو ته وویل: "یوه اوونۍ مخکې ونیول شوم، دوه تر درې ساعته پولیسو سره وم، څومره چې هڅه مې وکړه زه یې خوشې نه‌کړم، ما خپله ویزه وښوده پاسپورت مې ورته وښود خوشې یې نه‌کړم، بیا یې رانه پیسې وغوښتې، اول یې شل زره وغوښتې خو ما وویل ما سره شل زره نه‌شته، لس زره مې د کور د خرڅ لپاره اخیستې وې، هغه یې رانه واخیستې زه یې خوشې کړم."

ارشیف: پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټلو پر مهال

یو بل افغان کډوال محمد اکمل چې په اسلام‌اباد کې اوسیږي او امریکا هېواد ته د بیا مېشتېدنې کیس لري، ازادي راډيو ته یې وویل چې په روان کال کې درې ځلې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

نوموړی وايي: "له بده‌مرغه په روان کال کې درې ځلې د پاکستاني پولیسو له‌خوا په بېلابېلو سیمو کې نیول شوی یم، هغه سندونه چې ما سره دي مثلاً زه د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار سره راجستر هم یم او د امریکا سفارت له‌خوا د خوندیتوب لیک هم لرم چې، ما دوی ته ښودلي خو دوی ورته ارزښت نه‌دی ورکړی. دوی یو مقدار پیسې واخیستې او بیا یې خوشې کړی یم او ما ته یې ګواښ کړی چې که بل ځل ورسره مخ شوم افغانستان ته مې دیپورت کوي."

د یو‌اين‌ايچ‌سي‌ار د راپور له‌مخې، د پاکستان دولت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه نېټه، د یو ميلیون څخه زیاتو بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنولو پلان تصویب کړ، چې ډېری یې افغانان دي.

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ راهیسې تر ۷۳۳ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې اړه نور: د پاکستان په زندانونو کې د افغان ماشومانو نامعلوم برخليک؛ پر وضعيت يې اندېښنه ښودل شوې

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې، باختر خبري اژانس نن د اکتوبر په ۳مه نېټه راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د قندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارو له پاکستان او ایران ۲۹۹ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نېټې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېر شمېر افغانان د دوی په خبره د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډوال شول، چې اوس د نیونې، ځورونې او شړل کېدو په ګډون له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.