ايران تېره شپه پر اسراييل لسګونه توغندي ويشتلي، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته

له ايران د توغنديو بريد

د اسراییل پوځ تېره شپه وویل چې ایران په لسګونو بالسټیک توغندي پر اسراییل وویشتل.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، پوځ تر اوسه په‌دې اړه چې ایا دغو توغندیو ځاني تلفات پېښ کړي که نه، معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

نوموړي چې له دغه برید شاوخوا یوساعت وروسته یې خبرې کولې همدارنګه اعلان وکړ، چې د اسراییلیانو لپاره وضعیت خوندي دی او کولای شي له امن ځایونو راووځي.

د اسراییل د پوځ ویاند دغه برید جدي وباله او زیاته یې کړه چې هغه به عواقب ولري.

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په‌دې اړه چې اسراییل د ایران د بالسټیک توغندیو برید ته په څه ډول ځواب ووایي، جدي بحث روان دی او زیاته یې کړه چې دابه ولیدل شي چې دغه برید د ایران لپاره څه نتیجې لري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې بایډن چې تېره شپه یې پر اسراییل د ایران له توغندویي برید وروسته په سپینه ماڼۍ کې څرګندونې کولې، یوځل بیا له اسراییل سره د متحده‌ایالتونو په کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، دی به په‌دې اړه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.

تر اوسه د ميزايلو د دغه بريدونو د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي ورکول شوي.

هغه وویل داسې ښکاري چې د ایران دغه برید بې‌اغېزې و.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري دغه برید جدي وباله او زیاته یې کړه چې هغه به عواقب ولري.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې سپینې ماڼۍ وویل، د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دغه برید له پیلېدو وروسته د امریکا پوځ ته امر وکړ چې، د ایران د میزایلو په شنډولو کې له اسراییل سره مرسته وکړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند وویل چې بایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس د سپینې ماڼۍ د حالاتو له خونې دغه برید څاري او په منظم ډول ورته معلومات ورکول کېږي.

د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وروسته وویل چې ایران شاوخوا۱۸۰ بالسټیک توغندي پر اسراییل وتوغول.

د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وروسته وویل چې ایران شاوخوا۱۸۰ بالسټیک توغندي پر اسراییل وتوغول.

هغه دا د ایران له‌خوا په کړکېچ کې د پام وړ زیاتوالی وباله.

د اسراییل له‌خوا د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د جریکو ښاروال ویلي، چې یو فلسطینی له هوا د شنډ کړای شوي توغندي د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې مړ شوی او د اسراییل پولیسو هم په تل‌ابیب کې چې د ایران ډېری میزایلو په نښه کړی و، د ډزو او د چړو د ګوزارونو په برید کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د وژل کېدو او نهه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا پر ټلېګرام چېنل ولیکل چې، ایران پر اسراییل په لسګونو بالسټیک توغندي وویشتل.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل، د میزایلو په برید کې په تل‌ابیب او شاوخوا سیمو کې درې پوځي اډې په نښه شوې وې.

دغه ځواک همدارنګه خبرداری ورکړی، که اسراییل غچ اخیستونکي اقدام وکړي، تهران به یې په وړاندې لا ویجاړونکی او ورانونکي ځواب ووایي.

Your browser doesn’t support HTML5

پر اسراييل د ايران توغندويي بريدونه

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني دغه برید ستایلی دی.

په ټول اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوي او اسراییلیانو هم د حکومت خبرداریو ته پام وکړ او د شپې په مخه په اسمان کې د توغندیدو له راڅرګندېدو د مخه یې ځانونه امن ځایونو ته رسولي و.

ایران پر لبنان د اسراییل د وروستیو بریدونو په وړاندې چې د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون د دې ډلې ډېر لوړ پوړي غړي په‌کې ووژل شول، ګواښ کړی چې له اسراییل به د دغو بریدونو په خاطرغچ واخلي.

د اسراییل دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، د دفاع وزیر یواف ګالانټ له برید مخکې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن سره خبرې وکړې.

د بیان له‌مخې دوی د ملکي وګړو، د اسراییل له پوځي ځایونو او هم په سیمه کې د امریکایي ځواکونو له اډو د دفاع لپاره د اسراییل د عملیاتو پر تیاریو خبرې وکړې.