افغانستان کې کور په کور د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز؛ په هلمند او کندهار کې د پولیو درې پېښې ثبت شوي

ارشیف: په کندهار کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

په داسې حال کې چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې په افغانستان کې کور په کور د پولیو ضد واکسینونو د تطبیق مخه نیول شوې، د ګوزڼ د درېیو نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" پرون دوشنبه د سپټمبر په ۳۰مه په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې روان کال د اګسټ له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې پورې د پولیو درې مثبتې پېښې کړي چې دوه یې د کندهار ولایت په میوند او غورک ولسوالیو او یوه هم د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې ده.

"ډبلیوایچ‌او" ویلي چې د روان ۲۰۲۴م کال له پيل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۶ ته رسېدلی چې ۲۲ یې په افغانستان او پاتې ۲۴ یې پاکستان کې رامنځته شوي دي.

خو د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې پولیو د مثبتو پېښو شمېر بیا په تېر ۲۰۲۳م کال کې ۱۲ و چې ۶ یې په افغانستان او ۶ نورې یې په پاکستان کې ثبت شوې وې.

ارشیف: په هلمند کې کور په کور د واکسین له کمپاینه یو انځور

دا سازمان دا هم وایي چې تېره اوونۍ یې په افغانستان کې د پولیو درې چاپېریالي پېښې او یوه یې هم په پاکستان هم ثبت کړي چې دوه یې د کندهار او یوه یې د هلمند ولایت په لښکرګاه والسوالۍ کې ده.

یاد سازمان وایي روان ۲۰۲۴م کال د چاپېریالي پېښو ثبت شوی شمېر ۴۱۰ دی چې ۷۴ یې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې دي.

دغه سازمان داسې مهال په افغانستان کې د پولیو د نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبره کوي چې د تېرې سپټمبر په ۱۶مه یو شمېر نړیوالو رسنیو د دغه سازمان د ځینو سرچینو په حواله په افغانستان کې د پولیو ضد کور په کور د واکسین تطبیقولو کمپاین درېدو راپورونه ورکړل.

نن سه‌شنبه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغه کمپاین ځینو رضاکارانو ازادي راډیو ته هم وویل چې دغه بهیر له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نامعلوم دلیل له امله درېدلی دی.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هغه مهال دا خبرې رد کړي او ویلي یې وو چې دوی تراوسه کور په کور د پولیو ضد واکسین د کمپاین د درېدو په اړه کوم رسمي مکتوب نه دی ورکړی.

په پولیو ویروس اخته د یو ماشوم کورنۍ وایي، د واکسین د نه تطبیق له امله یې د کورنۍ دا غړی د ټول عمر لپاره فلج شو.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي فریدون ازادي راډیو ته وویل چې زوی یې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په ګوزڼ اخته شوی دی.

هغه وايي: "زما څلور کلن زوی چې بلال نومېږي، دا د واکسین د نه تطبیق له امله ګوزڼ وواهه، هغه مهال زموږ سیمې ته د پولیسو واکسین د کمپاین رضاکاران راتلل، خو د دې لپاره چې موږ یې په اهمیت نه پوهېدو، واکسین مو ورته نه کاوه، دا مې جلال‌اباد او د کابل او تر هغه وروسته مې د پاکستان اسلام‌اباد روغتونونو یووړ، هلته یې راته وویل چې د پولیو ټېسټونه یې مثبت دي، اوس نو په ځای پروت دی او ټول عمر راباندې بوج شو."

ارشیف: په ننګرهار کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسن تطبیقېږي.

ځینې ډاکتران هم ټینګار کوي له پولیو د مخنیوي لپاره د نورو روغتیایي لارښوونو عملي کېدو تر څنګ د واکسین تطبیق تر ټولو مهمه چاره ده.

د داخلې څانګې متخصص او د کابل طبي پوهنتون استاد دوکتور هدایت‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل: "د پولیو د مخنیوي لپاره کورنیو ته مو توصیه ده چې ماشومانو پاکې اوبه او خواړه ورکړي، د دوی حفظالصحه دې وساتلي، بل دولتي اړوندې ادارې دې په منظم ډول په ټول افغانستان کې خصوصاً لرې پرتو سیمو کې چې خلک ډېر په دې اړه پوهاوي نه لري، د پولیو ضد واکسینونه دې حتماً تطبیق کړي."

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان په نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې وخت ناوخت د پولیو مثبتو پېښو ثبتېدو راپورونه ورکړل کېږي او دغه ویروس په کې په بشپړه توګه نه دی ختم شوی.

په وروستیو کې د فلسطین په غزه کې هم د پولیو شکمنې نمونې موندل شوي دي.