تر لبنان وروسته اسراییلو د یک‌شنبې په ورځ پر یمن پراخ بریدونه کړي

اسراييلو ويلي په‌دې بريدونو کې يې له لسګونه جيټ الوتکو کار اخيستی.

د اسراییلو پوځ د ایران له ملاتړ برخمنو ملېشه ډلو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دا وار یې د یک‌شنبې په ورځ د يمن په بندري ښار حدیده کې بمبارۍ کړي دي.

د یمن حوثیان، د لبنان حزب‌الله او په غزه کې حماس ډلې د ایران نیابتي ډلې ګڼل کېږي.

د امریکا متحده‌ایالتونه د یمن حوثیان، د لبنان حزب‌الله او د حماس ډلې ترهګرې بولي.

د اسراییلو د پوځ ویاند ډېوېډ اوراهام د فرانسې خبري اژانس ته په یوه استولي بیان کې ادعا کړې چې، دوی د یک‌شنبې په ورځ په یوه پراخ برید سره چې په‌کې لسګونه الوتکو، جنګي جټ الوتکو او تېل وړونکو او اکمالاتي الوتکو برخه اخیستې وه د یمن په حدیده او راس العیسا سیمو کې د حوثي یاغیانو له‌خوا کارېدونکي اهداف وویشتل.

د بیان له‌مخې په بریدونو کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې د برېښنا یو سټیشن او یو سمندري بندر چې د تېلو د وارداتو لپاره کارول کېده په نښه شوي.

حوثيانو په وروستیو ورځو په تېره تر هغه را په‌دې خوا چې اسراییلو په لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کړي، د اسراییلو پر لور د راکټونو او ډرون بریدونه کړي دي.

حوثي ياغيان

حوثي یاغیانو له تیر کال راهیسې په فارس خلیج کې کښتۍ په نښه کړي او د اسرايیلو پر لور یې توغندي توغولي او ادعا کوي چې په غزه کې د حماس د جنګیالیو ملاتړ کوي.

حزب‌الله او حماس د متحده‌ایالاتو له‌خوا د تروریستي سازمانونو په توګه پیژندل شوي.

اروپايي اتحادیه هم حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه نوموي او د حزب‌‌‌الله پوځي څانګه یې تور لېسټ کې اچولې.

په لبنان او اوس په یمن باندې د اسرايیلو پرله‌پسې هوايي بریدونه په‌داسې حال کې کېږي چې، د ملګروملتونو او لویو قدرتونو له‌خوا د نژدې متحد واشنګټن په ګډون د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کېږي.

په دې اړه نور: د حسن نصرالله د وژنې په اړه تبصرې لا دوام لري؛ خو اسراييلو د حزب‌الله د يو بل مشر د وژنې خبر ورکړ

فرانسې اعلان کړی چې سمدستي د بهرنیو چارو وزیر ژان نول باروت د خبرو لپاره لبنان ته استوي.

هغه مخکې د لبنان له موقت صدراعظم نجیب میقاتي سره په ټيلیفون هم خبرې کړي.

پاریس همدا راز په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

د متحده‌‌ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د سپتمبر په ۲۹مه خبرداری ورکړ، چې په لویه کچه جګړه به اسراییلو سره مرسته ونه‌کړي چې خپل خلک د لبنان پولې ته نژدې له شمالي برخو بېرته خوندي ستانه کړي.

کربي سي‌ان‌ان ټلوېزیون ته وويل: "له حزب‌الله سره هر اړخیزه جګړه، یقیناً د ایران سره، د دې کار لاره نه‌ده، که تاسو غواړئ چې دا خلک په خوندي او دوامداره توګه کور ته راستانه شي، موږ باور لرو چې ډیپلوماتیکه لاره سمه ده."