ارواپوهان: په معتادینو کې شک او بدګومان د جدي کورنیو ستونزو سبب کېږي

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین

ارواپوهان وايي چې په افغانستان کې د ښیښې ډېر استعمال د دې سبب شوی چې د دې ډول معتادینو عصبي سیسټم ته زیان ورسېږي او په کورنیو کې يې جدي ستونزې پېښې شي.

فرید ۱۸ کاله مخکې ایران ته ولاړ او هلته د کار پر مهال په چرسو معتاد شو، خو د ژوند ستونزې یې هغه مهال نورې هم ډېرې شوې چې په ښیښه معتاد شو.

فرید په کورنۍ کې د ټولو بدمرغیو او بې اتفاقیو لامل خپل ځان بولي.

هغه وویل: "د خلکو منځ ته نه شم ورتلای. پر مور، پلار او خویندو به مې بد ګومان کاوه، خویندو ته به مې اجازه نه ورکوله چې له کوره دباندې ووځي، په هر کلي کې به نجوني کورس او درس ته تلې، زموږ په کلي کې هم ټولې نجوني تلې، خو ما به خپلې خویندې نه پرېښودلې، فکر به مې کاوه چې امکان لري خویندي مې له پردیو هلکانو سره نامشروع اړیکې پيدا کړي."

ډاکتران شک او بدګومان رواني ستونزه بولي او وايي چې د دې ستونزې اصلي علت د کېمیاوي نشه‌يي موادو استعمال دی.

د معتادینو د برخې ارواپوه محمد ګل صمیم وايي چې کیمیاوي نشه‌يي مواد د انسان تر بل هر ځای پر عصبي سيسټم ډېر ناوړ اغېز کوي او یوه ناوړه اغېزه يې دا ده چې معتاد پر خپله کورنۍ او ټولنه بدګومانه کوي.

صمیم وویل: "شخص د نورو پر وړاندې منفي فکر لري، ځينې وختونه پر خپله مېرمنه دا شک کوي چې ښايي له نورو خلکو سره به ناروا اړيکه ولري، پر خپله مور، پلار، ورور او کورنۍ پر نورو غړو شک کوي چې ګواکي د ده دښمنان دي، ما ته دسيسه جوړوي او یا ما وژني، پر خپلو دوستانو شک کوي چې ګواکي د ده پر ضد دسيسه جوړوي، کله چې دوه نفره تر خپل منځ خبرې کوي دی فکر کوي چې د ده په اړه خبرې کوي. هيرويين، تاریاک او ښیښه د فکري ګډوډۍ سبب کېږي."

په افغانستان کې ډېری معتادین له کورنیو څخه جلا ژوند کوي او شپه او ورځ له معتادینو سره اوسېږي.

ارواپوه محمد ظاهر شمس وايي چې له کورنیو څخه د معتادینو لېرې‌والی هم پر هغوی ناوړه اغېز کوي.

شمس وویل: "له کورنیو او دوستانو څخه لېرې دي، معتادین څو ورځې له کورنیو څخه لېرې دي، دا د دې لامل کېږي چې دوی ته وسوسې پيدا شي، مثلاً زما ښځه څنګه کېږي، زما زوی څنګه کېږي، ډوډۍ يې څنګه کېږي او څه ډول ستونزې ورته پيدا کېږي، په داسې حال کې چې خپله به هم وږی وي. دا یوه مهمه موضوع ده او د معتادینو د ستونزو لوی علت کېدای شي."

د معتادینو د رواني وضعیت په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي چې د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونکي وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو په لړ کې د ښیښې استعمال مخ پر ډېرېدو دی.

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې ثبت شوي معلومات ښيي چې په افغانستان کې د ښیښې او هیرويينو ډېری معتادین د ذهني ګډوډۍ ستونزه لري.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اروا پوهانو راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا