د امربالمعروف قانون په اړه د امنیت شورا د ١٢ غړو اعلامیه له هرکلي سره مخ شوې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ١٢ غړو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون په غبرګون یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، د افغانستان دننه او بهر د دې اقدام هرکلی شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د سپټمبر په شپږمه د شپې ناوخته په خپله ایکس‌پاڼه د دې اعلامیې د یوې برخې په بیا خپرولو سره له دې اعلامیې خپل ملاتړ ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د سپټمبر په شپږمه په خپله ایکس‌پاڼه له دې اعلامیې څخه د هرکلي تر څنګ له دې ١٢ غړو هېوادونو مننه کړې ده.

هممهاله د افغانستان دننه یو شمېر مېرمنې که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ١٢ غړو له‌خوا دا اقدام هیله بخښوونکی بولي، خو وايي چې يواځې د اعلامیو خپرول نه شي کولای د افغان مېرمنو ستونزې حل کړي.

یوه مېرمن وايي: دا اعلامیه چې دوی خپره کړې، زما په نظر بسنه نه کوي، ځکه په څو مواردو کې دوی لپاره د ډېرو هېوادونو له‌خوا اعلامیې خپرې شوې، خو دوی یې په کیسه کې نه دي.

یوه له دوي څخه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "دا اعلامیه چې دوی خپره کړې، زما په نظر بسنه نه کوي، ځکه په څو مواردو کې دوی لپاره د ډېرو هېوادونو له‌خوا اعلامیې خپرې شوې، خو دوی یې په کیسه کې نه دي او جدي یې نه نیسي، باید یو جدي اقدام وشي، د دې لپاره چې دلته د نجونو لپاره ژوند ډېر ستونزمن شوی."

د ښځو د حقونو فعالانې هم ورته نظر لري.

له ډلې یې نسرین حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید د اعلامیو او غندنو تر څنګ پر طالبانو، ديپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي.

هغه وايي: "هغه نړیوالې ټولنې چې د بشري حقونو د خوندیتوب ادعا کوي، باید یواځې په اعلامیو او غندنو تکیه ونه کړي، باید په عملي توګه د ښځو او نجونو د ژوند د ښه‌والي او د هغوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي."

د ملګروملتونو د امنیت شورا د درېیو دایمي غړو امریکا، فرانسې او بريتانیا په ګډون د ١٢ هېوادونو په دې ګډې اعلامیه کې چې پرون د سپټمبر په شپږمه خپره شوه، پر طالبانو غږ شوی چې په افغانستان کې د هغو نویو قوانینو تطبیق سمدستي وځنډوي چې د ښځو حقونه محدودوي.

دوی هغه څه چې په اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د جنسیت پر بنسټ له ښځو سره سیستماتیک تبعیضي چلند او د ښځو او نجونو ځپل بلل شوي، غندلي دي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه لري، چین، روسیې او الجزایر دې اعلامیه کې نه دي شامل شوي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د اګست په ۲۱مه په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

دا قانون چې تر ډېره په ټولنه کې د ښځو د راڅرګندېدو پر څرنګوالي متمرکز دی او د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده یې د جدي تطبیق سپارښتنه کړې، تر دې مخکې هم دا قانون له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوی.