د امنیت شورا دوو غړو د طالبانو د امربالمعروف قانون له غندلو سره مخالفت کړی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په ۲۱مه(د اسد ۳۱ مه) د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون د غندلو لپاره ګډه اعلامیه خپره کړي، خو اوس څرګنده شوې چې د امنیت شورا د غړیو ترمنځ اختلاف د دې اعلامیې مخه ډب کړې ده.

امنیت شورا په یوه بیان کې دې اختلاف ته په اشارې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف پر قانون د انتقادي اعلامیې له صادرېدو سره د دې شورا دوو دایمي غړیو مخالفت کړی دی.

که څه هم په بیان کې د دوو هېوادونو، چې له دې وړاندیز سره یې مخالفت کړی، نومونه نه دي یاد شوي، خو ویل شوي چې هغو استدلال وکړ چې د امربالمعروف قانون "د افغانستان کورنۍ مسئله" ده او په اوس وخت کې په دې نه ارزي.

خو په بیان کې دا ویل شوي چې روسیې او چین ویلي چې د بشري حقونو په شان مسایل باید افغانستان ته د بشري مرستو له موضوع سره ونه تړل شي.

چین او روسیې ته ولې د افغان ښځو او نجونو موضوع دومره اهمیت نه لري چې د هغې په خاطر پر طالبانو د یوې اعلامیې تر حده فشار راوړل شي؟

په برلین کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر وايي، چین او روسیه د خپلو ګټو له عینکو د افغانستان مسایلو ته ګوري او له لوېدیځ سره د افغانستان پر سر سیالي په پام کې لري.

په برلین کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر

اتمر وویل: "هغوی په دې وخت کې له دغو رقابتونو څخه په استفادې غواړي چې له افغانستان سره نژدې پاته شي او داسي کار ونه کړي چې له افغانستان څخه د دوی هيوادونو ته کوم مشکل رامنځته شي، نو په دې خاطر دا دواړه هيوادونه ډېره هڅه کوي چې له طالبانو سره نژدې پاتې شي او مخصوصاً د دوی رقیبانو ته دا فرصت برابر نه شي چې دوی بېرته افغانستان ته راوګرځي. په اوس وخت کې نه چین او نه روسیه په دې پسې ګرځي چې په افغانستان کې بشري حقونه یا بشري ناورین په کومه کچه دی، یا په ټولنه کې د ښځو ونډه یا د ښځو تعلیم دوی ته اهمیت نه لري، بلکې خپلې ګټې ورته ارزښت لري."

د ملګرو ملتونو د بیان پر اساس، چې پرون دوشنبې په ډاګه شو، د فرانسې، امریکا، بریتانیا په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینې غړي استدلال کوي چې که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي او د نړیوالې ټولنې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، باید نړیوال معیارونه ومني.

په بیان کې زیاته شوې چې دا هېوادونه د طالبانو د تګلارو په باب، په ځانګړي ډول د هغو اقداماتو په تړاو چې د ښځو او نجونو د حقونو خلاف دي، پر طالبانو د فشار پلوي دي.

خو چین او روسیې بیا ویلي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي او دا چاره د بشري حقونو په شان مسئلو سره ونه تړي.

د طالبانو د امربالمعروف قانون، چې ښځې د مخ په شمول د ټول ځان پر پوښلو مکلفوي او له کوره دباندې حتي د هغوی پر غږ بندیز لګوي، د بشري حقونو د ټولنو او ملګرو ملتونو په شمول له پراخو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي؛ په داسې حال کې چې د امنیت شورا غړي عموماً د یوه اباد، سوکال، سوله‌ییز او له ترهګرۍ پاک افغانستان هیله لري، دغه هدف ته د رسېدو د څرنګوالي په برخه کې اختلاف لري.