اسراییلو په لوېدیځه غاړه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

اسراییل پرون د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني وسله‌والو پر ضد پراخو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړ.

د راپورونو له مخې په دې ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ داسې خونړۍ نښتې وشوې چې د غزې د جګړې له بېسارو جګړو څخه وې.

له جینین څخه د نښتو او چاودنو راپورونه رارسېدلي او د لوېدیځې غاړې د روغتیا وزارت او سرې میاشتې دواړو د لوېدیځې غاړې په شمالي برخه کې د دوو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

اسراییلو هم د خپل یو سرتېري مړینه او د یوه بل سخت ټپي کېدل تایید کړي دي.

اسراییلي پوځ له دې مخکې ویلي وو چې بېګا یې د لوېدیځې غاړې په جنوب کې دوه تنه فلسطینیان هغه مهال ووژل چې پر اسراییلي سرتېرو جلا بمي حملو ته یې تیاری نیوله.

فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د خپلو وسله‌والو دا بریدونه د اتلولۍ په توګه ستایلې او اسلامي جهاد ډلې چې د حماس ملګرتیا کوي او د لوېدیځې غاړې په شمال کې پراخ حضور لري، بریدګرو وسله‌والو ته د دې همغږو حملو له کبله مبارکي ویلې ده.

له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې د لوېدیځې غاړې د شمال په بېلابېلو ښارونو کې د اسراییلي پوځ په پرله‌پسې حملو کې لږترلږه ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس او اسلامي جهاد ډلې ویلي چې ۱۴ تنه وژل شوي کسان د دوی د وسله‌والو قطعو غړي وو.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د خلکو د تخلیې بهیر چټک شوی دی.

په عین حال کې د غزې په تړانګه کې د نښتو او جګړو له دوام سره سره هلته د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پرون پیل شو.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل، اسراییلو د دریو ورځو په اوږدو کې د بشري اوربند له وقفو سره موافقه وکړه څو د واکسین لوی کمپاین تطبیق شي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې دا وقفې د اوربند معنا نه لري.

په تېرو ۲۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په غزه کې د پولیو د ناروغۍ لومړۍ نښه وموندل شوه.

د نړیوالو مرستندویو ټولنو یوه چارواکي فرانس‌پرېس خبري آژانس ته وویل چې فلسطیني چارواکو پرون د پولیو واکسین د پیل مراسم ترسره کړل او تمه ده چې نن به د ماشومانو واکسین عملاً پیل شي.