رينا اميري د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغان نجونو او ښځو په اړه خبرې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري متحده عربي اماراتو ته تللې او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو خبرې کړې دي.

رینا امیري د جمعې په ورځ په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیاسي چارو له مرستیالې لانا نسیبه سره وکتل.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت تر دې لیدنې کتنې وروسته یو ګډ بیان خپور کړ، چې په‌کې په کلکه د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ شوی دی.

په‌دې بیان کې چې پرون (د اګست دېرشمه) خپور شو، د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوي قانون ته اشاره شوې ده او ټینګار شوی دی چې، د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه‌والي لپاره دې ګډې هڅې وشي او لارې چارې دې ورته ولټول شي.

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون چې پنځه‌دېرش مادې لري د اګست په یو ویشتمه نافذ شو.

د دې قانون له‌مخې د ښځو مخونه باید په عامه ځایونو کې په بشپړ ډول پټ وي او د دوی غږ هم نامحرم کسان وانه‌وري.

په دې اړه نور: یو شمېر ښځینه فعالانو د طالبانو د امربالمعروف قانون پر ضد اعتراضي کمپاین پیل کړی

ملګروملتونو او اروپایي ټولنې خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر نوی قانون د دې ډلې له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته صدمه رسوي.

طالبانو تر دې مخکې د نجونو او ښځو زده‌کړې له شپږم ټولګي ورپورته تر ثاني امر پورې بندې کړې وې چې هغه هم په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو له مرستیالې سره د غونډې پرمهال ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د افغانستان د ثبات او اقتصاد لپاره خورا مهم دي.

طالبانو د خپلې بياځلي واکمنۍ له پيل سره سم پر نجونو او ښځو بېلابېلو برخو کې ګڼ‌شمېر محدوديتونه لګولي دي.

دوی د ښځو او نجونو پر زده‌کړو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د هغوی روغتیا ته توجه پکار ده او باید د مخنيوی پر ځای کاري فرصتونه ورته برابر شي.

مېرمن امیري او اغلې نسیبه په ورته وخت کې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې مهمې وبللې او ویې ويل، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره باید د پراختیایي پروژو زمینه مساعده شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان ښځې او نجونې په‌دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د درې کلونو له پوره کېدو سره په افغانستان کې پر دوی فشارونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.