د اسلامي همکاريو د سازمان ۵۰مه غونډه؛ يو شمېر فعالانې: پر افغان نجونو د محدوديت په اړه څرګند دريځ غوره کړئ

د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه

په‌‌داسې حال کې چې ټاکل شوې نن او سبا "اګسټ ۲۹مه او ۳۰مه" د اسلامي همکاریو د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه وشي، د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانې په دغه سازمان غږ کوي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو په وړاندې څرګند دریځ غوره کړي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزی وايي، د طالبانو ډېری سیاستونه له اسلام سره په ټکر کې دي، خو په خبره یې اسلامي هېوادونه د افغانانو تر شا نه‌دي ولاړ.

هغې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "څه چې په افغانستان کې روان دي، نه اسلام دی او نه هم د افغانستان د خلکو دود او دستور، دا ټول سیاست دی او د سیاست له‌مخې نور هېوادونه د خپل سیاست او خپلو ګټو په اساس باندې له طالبانو سره ودریږي، زه فکر کوم دا غونډې یو څه ګټورې دي خو فکر نه‌کوم داسې غونډې دې په افغانستان کې افغان مېرمنو ته مثبتې پایلي ولري."

"دغه سازمان چې له افغانستان څخه څوک غواړي باید په‌دې هم بحث وکړي چې ولې شاوخوا ۷۰ مادې یوازې د مېرمنو پر وړاندې تطبیق کېږي، دوی ولې د زده‌کړې حق نه‌لري؟
خالده تحسين

اغلې بارکزۍ وايي، له طالبانو سره د نړۍ او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو داسې تعامل چې د افغان مېرمنو ستونزې په‌کې له پامه غورځول کېږي د اندېښنې وړ موضوع ده.

د ښځو د حقونو یو بله فعاله خالده تحسین بیا د اسلامي هېوادونو پر سازمان غږ کوي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه دې څرګند او غوڅ دریځ غوره کړي.

هغې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه سازمان چې له افغانستان څخه څوک غواړي باید په‌دې هم بحث وکړي چې ولې شاوخوا ۷۰ مادې یوازې د مېرمنو پر وړاندې تطبیق کېږي، دوی ولې د زده‌کړې حق نه‌لري؟ ولې نه‌شي کولای کار وکړي؟ ولې ښځې نه‌شي کولای چې له خپلو هر ډول ازادیو استفاده وکړي؟ دغه غونډه یو ښه فرصت دی چې دوی د افغانانو غږ ټولو ته ورسوي، دوی باید په‌دې اړه واضيح او قاطع دریځ ونیسي او له افغان ښځو ملاتړ وکړي."

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې د نجونو پر زده‌کړو بنديز لګېدلی، ډېری نجونې په کورنيو ښوونځيو کې زده‌کړې کوي.

دا په‌داسې حال کې چې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن او سبا "د اګسټ ۲۹مه او ۳۰مه" د کامیرون په پلازمېنه یاوندي کې وشي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست هم په‌کې برخه اخيستې ده.

کامیروني رسنیو ویلي، غونډه پیل شوې خو جزیات یې نه‌دي ورکړي.

که څه هم د دې راپور تر خپرېدو د اسلامي همکاریو سازمان د رسنیو د برخې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي نه‌دي، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د د دغه وزارت سرپرست په یاده غونډه کې د ګډون لپاره کامیرون ته تللی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د سه‌شنبې په ورځ په خپلې ايکس‌پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، متقي به د کوربه هېواد او د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې غونډې هم وکړي.

امیرخان متقي د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۱مه په پاکستان کې د اسلامی همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي و، چې د دوی حکومت بشري حقونو او د ښځو حقونو ته ژمن دی، ډېر برخه کې یې ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پر پوهنتوني ز‌ده‌کړو بندیز ولګاوه.

داسې مهال چې د ښځو د حقونو د فعالینو په خبره ورځ تر بلې په دغه هېواد کې پر ښځو محدودیتونه زیاتيږي.

تازه د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرأت وکړي، چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

د اسلامي همکاريو سازمان په وار وار پر طالبانو له‌دې کبله نیوکې کړي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو یې ډول ډول محدویتونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت د سږکال ۲۰۲۴ کال په اپرېل مياشت کې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر کې هم له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو د اساسي حقونو د تامين پر اړتيا ټينګار کړی و.

د افغانستان په ګډون د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي لري چې وخت نا وخت په اسلامي هېوادونو کې د مهمو موضوعاتو په اړه غونډې کوي.