اروپايي ټولنه: د امربالمعروف قانون به د نړيوالو له‌خوا د طالبانو رسميت پېژندل نور هم سخت کړي

د اروپايي ټولنې بيرغ

اروپایي ټولنه وایي، د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون به د نړیوالو له‌خوا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو رسمیت پېژندل نور هم سخت کړي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر د قانون له توشیح کېدو دا دی یوه اوونۍ ووته، خو هره ورځ د دغه قانون په وړاندې نوي کورني او نړیوال غبرګونونه راپورته کېږي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګ‌لارې د استازي جوزیپ بورل ویاندې نبیله مسرالي ویلي، د طالبانو دغه قانون افغانان له ډېرو لومړنیو حقونو بې‌برخې کړي او له ښځو نه یې د بیان د ازادۍ حق اخیستی دی.

مېرمن مسرالي د سه‌شنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، اروپایي ټولنه د طالبانو په دغه قانون سره هکه پکه شوې ده.

هغه وايي: "دغه فرمان له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو او د نړیوالې ټولنې له‌خوا د هغوی د رسمیت پېژندنې په وړاندې یو بل خنډ رامنځته کوي، دا رسمیت پېژندل هغه څه دي چې طالبان یې په عام ډول په لټه کې دي."

د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون یې د لومړي ځل لپاره په څلورو څپرکو او ۳۵ مادو کې توشیح او په رسمي جریده کې چاپ کړی دی.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر د قانون له توشیح کېدو دا دی یوه اوونۍ ووته، خو هره ورځ د دغه قانون په وړاندې نوي کورني او نړیوال غبرګونونه راپورته کېږي.

په دغه قانون کې ګڼ شمېر مسئلو ته اشاره شوې، له هغې ډلې د ښځو حجاب او د مخ پټېدل اجباري بلل شوي او په عام محضر کې د ښځو غږ هم سَتر بلل شوی دی.

نبیله مسرالي وایي، طالبان باید سملاسي دغه قانون بېرته لغوه کړي.

نوموړې وايي: "موږ پر طالبانو غږ کوو چې د افغان ښځو په وړاندې دغو سیستماتیکو محدودیتونو ته پای ورکړي، دا د جنسیتي نابرابرۍ په ډله کې ممکن حساب شي چې دا بیا د نړیوالې جنایي محکمې د روم د اساس نامې پر بنسټ چې افغانستان یې هم غړی دی، د بشر ضد جنایت ګڼل کېږي."

"طالبان اصلًا یوه حاکمه، مستبده ډله ده، د دوی فرمانونه او قوانین چې وضع کوي، دا افغانانو او نړۍ ته حقوقي اهمیت نه‌لري
شاه محمود مياخېل

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمشنر وولکر تورک، په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یوناما، یوشمېر ډيپلوماتانو او نړیوالو بشري بنسټونو په‌دې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر نوي قانون خپل غبرګونونه څرګند کړي دي.

د چارو کتونکي هم په‌دې باور دي چې دا ډول قوانین د طالبانو رسمیت پېژندنه سختوي.
د دوی له ډلې شا محمود میاخېل وایي، د طالبانو دا ډول قوانین نړۍ ته حقوقي ارزښت نه‌لري.

هغه وايي: "طالبان اصلًا یوه حاکمه، مستبده ډله ده، د دوی فرمانونه او قوانین چې وضع کوي، دا افغانانو او نړۍ ته حقوقي اهمیت نه‌لري، ځکه داسې نظام دی چې خپله ولسي مشروعیت او اساسي قانون نه‌لري، دغه ډول فرمانونه دا معنا لري چې دوی غواړي افغانستان او افغانان نور هم تجرید کړي."

شاه محمود مياخېل

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر پر قانون باندې د نړیوالو اندېښنې بې‌اساسه او سپکونکې بللې دي.

ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غیرمسلمانان دې لومړی پر اسلامي قوانینو ځان پوه او درناوی دې ورته وکړي.

نوموړي ویلي چې، د بېلابېلو اړخونو دغه ډول بې‌ځایه اندېښنې د دوی په دریځ اغېز نه‌شي کولای.