د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د انساني وجدان پر خلاف دی

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو وایي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوی قانون د انساني وجدان پر خلاف دی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت نوي قانون ته غبرګونونه مخ په پراخېدو دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون په اړه چې د دوی د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا توشېح شوی، وایي چې دا قانون "د انساني وجدان پر خلاف" دی.

مېرمن ډیکارلو نن دوشنبه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه قانون بشري حقونه او ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو حقونو تر پخوا هم محدودوي او د دې قانون پلي کول به له نړیوالې ټولنې د افغانستان د لا منزوي کېدو لامل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینېټ ویلي، ژر به له نورو متخصصینو سره په ګډه د دې د قانونارزونه پيل کړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینېټ

بینېټ چې په‌دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا افغانستان ته له سفر منع شوی دی، پرون په‌‌دې اړه په خپله ایکس‌پاڼه یو لنډ بیان کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا له دریځ هرکلی کړی دی.

اتونبایووا ويلي وو، د طالبانو دا قانون د افغانستان راتلونکي لپاره یو ځورونکی لیدلوری دی، چېرې چې محتسبین واک لري د پراخو او ناڅرګندو سرغړونو د لېست پر بنسټ هر څوک و ګواښي او توقیف یې کړي.

په‌همدې حال کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حاجه‌الجبیب ویلي، له‌‌دې قانونه د طالبانو هدف له ټولنې د ښځو ویستل دي.

نوموړې د اګسټ په ۲۴مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو غږ او ځای باید پیاوړی شي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې هم ورته خبره لیکلې او ویلي دي، چې استرالیا د طالبانو دا قانون غندي.

له‌دې وړاندې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه قانون غندلی او د ښځو او نجونو د خاموشه کولو یوه بله هڅه يې بللې وه.

د بالیوډ مشهوري فلمي ستورې انجلینا جولي د دغه قانون په اړه غبرګون کې ویلي وو، طالبان یوه ډارنه او ځپونکې ډله ده.

نوموړې په خپل انستګرام په یو بیان کې لیکلي، هغه سیستم چې ښځو ته کتل، د ښځو غږ او د ښځو ځواک په‌کې جرم ګڼل کېږي ډارن او ځپونکی دی.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر سرپرست خالد حنفي ویلي، د دغه قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړیوال دې يې په اړه له نیوکو ډډه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن دوشنبه د نوموړي له قوله لیکلي، امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په تطبیق کې مکلف دي.

په کور دننه هم د بېلابېلو لوریو سیاسي څېرو او د معترضو مېرمنو له لوري دا قانون غندل شوی او دا یې د افغان مېرمنو په وړاندې د محدودیت بله هڅه بللې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان مېرمنې له نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ او پر طالبانو د فشارونو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د افغانستان د ښځو د ازادیو فانوس ډلې یوې غړې لطیفې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له تاسو (نړیوالو) غواړو چې د افغان ښځو وضعیت ته جدي پام وکړئ، د تاسو فوري او پرېکنده اقدامات به له افغان ښځو ملاتړ وکړي او د تاسو ژر تر ژره پاملرنه کولای شي د افغان ښځو د ځان د ژغورنې او د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لامل وګرځي."

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: له نړیوالو زما غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې دې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له نړیوالو زما غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې دې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي، دلته چې کومې ښځې ژوند کوي په ډېر بد وضعیت کې دي."

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون چې ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د روانې اګست په ۲۱مه اعلان کړ.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی او له‌مخې یې ښځې حق نه‌لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرأت وکړي.