زیلنسکي: زمونږ ځواکونه په کورسک کې د پوستو د پیاوړي کولو په حال کې دي

اوکرایني ځواکونه په کورسک کې د تګ پر مهال لیدل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له پولو هاخوا د یوې سترې حملې له پلانولو وروسته وایي چې اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کې د خپلو پوستو د پیاوړي کولو په حال کې دي.

زیلنسکي د شنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه په ټیلیګرام شبکه کې ویلي چې د اوکراین د پوځ لوړپوړي قوماندان الکساندر سیرسکي په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د پوستو د پیاوړي کولو او پولو د پراخولو په اړه ورته راپور ورکړی دی.

هغه دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، اوکراین د دغه هېواد د کورسک سیمې په ګلوشکوف ښارګوټي کې د یوه مهم پله له منځه وړلو لپاره د امریکا له لوري د جوړ شوي توغندي په کارولو تورنوي او وایي چې پایله کې یو شمېر هغه داوطلبه کسان وژل شوي چې د ملکي وګړو په ایستلو کې یې مرسته کوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ د اګست په ۱۶مه ناوخته په ټیلیګرام شبکه کې ویلي چې په لومړي ځل کورسک سیمه د لوېدیځ احتمالاً هایمرس (HIMARS) امریکایي توغندیو هدف ګرځول شوې ده.

د زاخارووا په ټکو، هغه داوطلبه کسانو چې تخلیه شویو ملکي خلکو سره مرسته کوله وژل شوي او دې برید د سیم سیند د پاسه پُل کاملاً له منځه وړی دی.

ازادي راډیو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د روسیې امنیتي چارواکو په خبره، د دغه پله له منځه تلو سره د یاد ښارګوټي له ځینو برخو سره اړتباط قطع شوی او له سیمې یې د ملکیانو ایستل ستونزمن کړي دي.

روسي چارواکو په مسکو کې په ځلونو د کییف لوېدیځ متحدین د روسیې پر خاوره د اوکراین د لومړنۍ ځمکنۍ حملې پر ملاتړ او هڅونې تورن کړي چې له دغه هېواده د ۱۲۰زره زیاتو ملکي وګړو د تخلیې لامل ګرځېدلي دي.

اوکراین ادعا کړې چې د اګست پر شپږمه د پولې هاخوا د ناڅاپې حملې له پیله یې تر اوسه د ۱،۱۵۰ کیلومتره مساحت په اوږدو کې د ۸۲ ښارګوټو کنټرول تر لاسه کړی دی.

په واشنګټن کې د چارواکو په خبره، امریکا تر اوسه دغه برید یو حفاظتي حرکت بولي او د محتده ایالتو د وسلې کارونې خبره غندي.

خو د روسیې د دفاع وزارت د اګست په ۱۷مه اوکراین تورن کړی چې د کورسک سیمې پر اتومي تاسیساتو د حملې پلان لري او روسیه به په د ورته تحریک ترسره کولو په صورت کې شدید غبرګون وښيي.

د اوکرایني او روسي ځواکونو د نښتو له کبله په کورسک کې یوې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

د اوکراین په سویل کې په زاپوریژژیا اتومي تاسیساتو کې د روسیې ګمارل شویو چارواکو هم پرون ویلي چې یوې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې له دغې اتومي پوستې بهر په یو سړک کې چاودېدونکي توکي ورغورځولي او د هغو کارکوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی چې دغه سړک یې د تګ راتګ په هدف کاروه.

مسکو او کییف په پرله‌پسې توګه یو بل په زاپوریژژیا اتومي تاسیساتو کې د عملیاتو په له منځه وړلو تورن کړي وو چې د ۲۰۲۲م په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو د بشپړې کچې برید له پیل وروسته د روسیې ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د اوکراین هوایي ځواکونو د اګست په ۱۷مه سهار مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوکراین د دفاع هوایي سیستمونو د یوې شپې په ترڅ کې ټولې ۱۴ بې پیلوټه روسي الوتکې له منځه وړي دي.

په ټیلیګرام کې د یادې خپرې شوې خبرپاڼې په ټکو، دا شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکې د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې په شپږو سیمو د دغه هېواد په سویل او مرکز کې رانسکورې شوې دي.