د بښنې نړيوال سازمان: افغانان له درې کلنې ناحل شوې ناهيلۍ سره مخامخ دي

انځور له ارشيفه

د بښنې نړیوال سازمان وايي، افغانان له درې کلنې ناحل شوې نا‌هيلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، افغانان له درې کلنې ناحل شوې نا‌‌هيلۍ سره لاس او ګرېوان دي، ځکه چې د دې سازمان په خبره، طالب چارواکو د بشري حقونو نړیوال قانون تر پښو لاندې کړى او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې دا "جنایتونه" په‌داسې حال کې ترسره کوي چې نه مجازات کېږي.

دغه سازمان د پنج‌شنبې په ورځ (اګست ۱۵) په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د درې کلنې د پوره کېدو په تړاو یو راپور خپور کړى او د خپلې یوې ټول‌پوښتنې په اړه یې ویلي، کومو ښځو چې له دوى سره خبرې کړي ورته یې ويلي چې، په‌دې موده کې یې د ژوند په ټولو برخو کې خپل رول له لاسه ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په‌‌دې ټول‌پوښتنه کې د افغانستان دننه او بهر له ۱۵۰ افغانانو سره مرکې شوي، چې په‌‌‌‌کې د بشري حقونو له مدافعانو، ښځینه اعتراض کوونکو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنې غړو، خبریالانو او د ځوانانو سره د نړیوالې ټولنې د غبرګون په اړه د افغانستان د ټولنې د ناهیلو، ویرې او د راتلونکي په اړه د وړاندیزونو په تړاو خبرې شوي دي.

په اعلاميه کې وړاندې راغلي، په جنوبي اسيا کې د بښنې په نړيوال سازمان سيمه‌ييزې کمپاينرې سميرا حميدي ويلي، په هغو خبرو کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان ټولنې د بېلابېلو سکتورونو له استازو سره شوي ډېری په‌‌دې باور دي، چې نړيوالې ټولنې افغانان له ناکامۍ سره مخ کړي نه يوازې دا چې نه‌‌دي توانېدلي طالبان د خپلو جرمونو پر وړاندې وپوښتي، بلکې د نورو رامنځته کېدونکو زيانونو په اړه هم د يو ستراتېژيک پلان په جوړولو کې پاتې راغلي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، طالبان د بشري حقونو په تامين کې پاتې راغلي.

دا په‌‌داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې په پرله‌پسې ډول ادعا کړې چې په افغانستان کې يې د ښځو او بشري حقونه له اسلامي شریعت سره سم تامين کړي.

خو یو شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دوی غږ نه‌دی اورېدل شوی او له ستونزو سره مخ دي.

زموږ غږ چې هر چاته رسوئ ترې وغواړئ چې د افغانستان خلک ډېر بې‌چاره او مظلومه دي، د خداى او قران لپاره له هغوى سره همکاري وکړئ
يوه افغان مېرمن

يوې افغان ښځې چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله يې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "خو دلته هيڅوک د هيچا غږ نه اوري نه د ښځو، نه د کونډو د بېچاره او بې‌وزلو، موږ څنګه کولى شو چې له‌دې نظام څخه راضي شو، په‌دې نظام کې له هر چا ډېرې ښځې او نجونې دردېدلې دي."

دغه راز يوه بله مېرمن چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: زموږ غږ چې هر چاته رسوئ ترې وغواړئ چې د افغانستان خلک ډېر بې‌چاره او مظلومه دي، د خداى او قران لپاره له هغوى سره همکاري وکړئ چې له‌دې ظلم اوتاوتريخوالي خلاص شي، هغوى ته د کار فرصت پيدا شي يتيمان ښځې او بې‌‌سرپرسته نجونې په‌دې حکومت کې بې موجبه ځورول کېږي، بايد غږ يې واورېدل شي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو ایتلاف په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین په اړه د نړیوال غبرګون د بېړنۍ بیاکتنې غوښتنه کړې.

په دې اړه نور: هيومن‌رايټس‌واچ: د طالبانو د بياځلي واکمنېدو ورځ د بشري حقونو د کړکېچ ترخه يادونه ده

په دغه اعلاميه کې چې د بشري حقونو له ۲۰ څخه د زیاتو سازمانونو له‌خوا لاسلیک شوې، ویل شوي چې دوی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په اړه چې ډېرى وخت بې‌اغېزې او زيان اړونکي وي.

په اعلاميه کې وړاندې راغلي چې طالبانو سخت سياست غوره کړى او له سپکاوي ډک اعمال تر سره کوي، چې د نړیوالو قوانینو لاندې یې د افغانستان تعهداتو، په ښکاره ډول د بشري حقونو د نړیوال قانون له مکلفیتونو سرغړونه کړې.

په افغانستان کې د بشري حقونو ایتلاف وايي، ښځې او نجونې نه یوازې له بې‌وزلۍ سره مخ دي، بلکې له پراخ او سیستماتیک تاوتریخوالی سره هم مخ دي او د هغوی بنسټیز حقونه لکه په ازاده توګه ګرځېدل راګرځېدل، د بيان ازادي، په ټولنیز ژوند کې مشارکت، زده‌کړې او کار حقونه هم ورنه اخیستل شوي دي.