د ملګروملتونو د سرمنشي مرستيال: احتمال شته داعش ډله له افغانستانه بهر بريدونه ترسره کړي

انځور - ارشيف

د ملګروملتونو یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ، چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې خپل مالي او لوژیستیکي امکانات زیات کړي او احتمال شته چې له افغانستان څخه بهر تروریستي بریدونه ترسره کړي.

د ملګروملتونو د تروریزم په وړاندې د مبارزې یو چارواکی خبرداری ورکوي، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ځان په افغانستان کې پیاوړی کړی او له‌دې هېواده بهر اروپا ته یولوی ګواښ ګڼل کېږي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د تروریزم د مخنیوي په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف "Vladimir Voronkov" دغه خبرداری پرون پنج‌شنبې د ملګروملتونو امنیت شورا ته په نوي راپور کې ورکړ.

هغه د امیت شورا غړیو ته وویل چې، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپل مالي او لوژیستیکي امکانات ښه کړي او هم یې د ګومارنې هڅې زیاتې کړي دي.

ورونکوف زیاته کړه، په‌دې موده کې له‌دې ډلې څخه د جلاوطنه افغانانو او د منځنۍ اسیا د وګړو ملاتړ زیات شوی دی.

د امنيت شورا تالار

د فرانس پرس د راپور له‌‌مخې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په مارچ میاشت کې په مسکو کې د موسیقۍ پر یوه سالون د خونړي برید چې ۱۴۵ کسان په‌کې ووژل شول، منلی.

که څه هم اتریشي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه ویانا کې د ټایلرسویفت په نوم د کنسرټونو پر یوه سالون د یوه پلان شوي برید په تړاو څو تنه مشکوک کسان ونیول، خو ویل شوي دوی د داعش د افغانستان د خراسان څانګې سره کوم تړاو نه‌لري.

خو ښاغلي ورونکوف یادونه کړې چې د دې خطر شته چې د داعش د خراسان څانګه په بهر کې تروریستي بریدونه ترسره کړي ځکه دې ډلې د خلکو د جلب اوجذب هڅې تېزې کړي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په وروستي راپور کې چې تېره میاشت خپور شو، د ملګروملتونو پر ټولو غړیو هېوادونو غږ کړی چې پرې‌ نه‌ږدي چې افغانستان بیا د تروریزم د فعالیتونو چې نور هېوادونه اغېزمنوي، په یوه مرکز بدل شي.

نوموړي همدارنګه په‌دې راپور کې یادونه کړې، چې چارواکو د دې ډلې له‌خوا د اروپا د فوټبال جام لوبو او د پاریس په المپیک لوبو کې د احتمالي بریدونو په وړاندې سخت تدابیر نیولي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

د طالبانو حکومت د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې د ملګروملتونو د دغه جګپوړي چارواکي د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له‌دې مخکې یې په افغانستان کې د داعش د حضور او پیاوړتیا په اړه راپورونه رد کړي دي.

د هغې ډلې چې واک ته د طالبانو د رسېدو په تېرو نژدې دریو کلونو کې یې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

د ملګروملتونو د تروریزم د مخنیوي د چارو مشر ښاغلي ورونکوف همدارنګه خبرداری ورکړ، چې د دې خطر شته چې د اسلامي دولت ډله یا داعش او ورسره تړلې ډلې د افریقا د وچې یوه لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوړي.

هغه وویل، داعش په لوېدیځه افریقا او ساحل کې د خپل فعالیت سیمې پراخې کړي او ولکه یې پرې ټینګه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، که دا ډله خپل نفوذ ته دوام ورکړي له مالي نه نیولې، د نایجریا تر شمالي برخې پورې یوه لویه سیمه به په اغېزمن ډول د داعش تر کنټرول لاندې راشي.