ایراني چارواکي: په کرمان کې نږدې ۶۰۰ افغان ماشومان په کار بوخت دي

ارشیف: د ایران په یوه څنډه کې یوه نجلۍ کارګر ماشوم ته خوراکي توکي ورکوي.

یو شمېر ایراني رسنیو له دې ډلې کرمان نو خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هېواد په کرمان ولایت کې دا مهال ۶۰۲ کارګر ماشومان په کار بوخت دي چې اته یې ایراني او پاتې ۵۹۴ یې افغانان دي.

یاد خبري اژانس د شنبې په ورځ د اګست په درېیمه نېټه ویلي چې د کرمان ولایت د عامه هوساینې عمومي رییس، علیرضا وحیدزاده په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، څو ځلې یې هڅه کړې د دغو ماشومانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي، خو په ټکو یې کورنۍ یې د دوی په پرتله ورته اندېښمنې نه دي او ان د کاری ځواک په توګه ورته ګوري.

د پلازمېنې تهران د یوه بازار څنډه

خو یو شمېر نورو ایراني رسنیو بیا یوازې لیکلي چې دا ماشومان بهرني اتباع دي.

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه چې د ایران په کرمان کې په دې اړه له افغان کورنیو سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.

خو د دغه هېواد له نورو ولایتونو او سیمو یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله دې اړ دي چې خپل ماشومان کار ته ولېږي.

د ایران په البرز ولایت کې یو افغان کډوال، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې سره له دې چې خپله یې هم کار کوي، خو د کورنۍ لګښتونه یې ورسره نه پوره کېږي او اړ دی چې خپل ۱۷ کلن او ۱۲ کلن ماشومان هم کار ته ولېږي.

هغه وویل: "دلته ستونزې ډيرې دي، که ښوونځی وي درس وايي، خو اوس چې ښوونځی نه‌شته یو یې مغازه کې کار کوي او بل یې داش سره کار کوي، د کور لګښت پوره کوي، دلته د کور کرایه ډېره ده، د کور خرڅ ډېر دی، که کار ونه کړي هم نه کېږي."

په ایران کې یو افغان کډوال وايي: زه خپله چې کار کوم نه شم کولای لګښتونه پوره کړم نو اولادونه مې د مجبورۍ له مخې درانه ساختماني کارونه کوي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې یو بل افغان کډوال چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډيو ته یې وویل: "زما ماشومان یو یې ۱۲ کلن بل یې ۱۵ کلن دی، د اقتصادي ستونزو او د دې کډوالۍ له امله زه خپله چې کار کوم نه شم کولای لګښتونه پوره کړم نو اولادونه مې د مجبورۍ له مخې درانه ساختماني کارونه کوي."

دا افغان کډوال په داسې حال کې له خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د دوی د کار کولو پر وړاندې خنډونه ډېر شوي دي.

یو شمېر ایراني رسنیو د اګست په لومړۍ نېټه راپور ورکړی و چې په تېره یوه اوونۍ کې د هرمزګان ولایت په قشم کې سلګونه هغه دوکانونه تړل شوي چې اداره کوونکي یا کارکوونکي یې هغه بهرني اتباع وو چې کاري جواز یې نه درلود چې یو شمېر یې بیا دا اتباع افغانان بللي وو.

په افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته ډیری افغانان د بې کارۍ، اقتصادي، امنیتي او نور بېلابېلو ستونزو له امله د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي چې اکثره په ګاونډیو هېوادونو او ایران او پاکستان کې مېشې دي.

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې ۱۸ کلن شوی نه وي.

د دغه کنوانسیون په ۲۳ماده کې په ماشومانو هر ډول هغه کار چې دوی ته په روحي، جسمي، معنوي، اخلاقي او یا د ټولنیز پرمختګ په برخه کې زیان رسوي او په زده‌کړو کې یې ځنډ رامنځته کوي په رسمیت نه پېژني.

د ایران له ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ په قانون کې هم نږدې ورته موضوعاتو ته اشاره شوې.

د افغانستان د اساسي قانون ۴۹مه ماده کې هم چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې په افغانستان کې نافذ شوی، راغلي چې په ماشومانو د کار اجازه نه‌شته.