یوایس‌آی‌پي: د دوحې درېیمې ناستې او نورو غونډو ډاډمنې پایلې نه درلودې

د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوي د دوحې په تېرې درېیمې ناستې په څنډه کې د قطر، ازبکستان او پاکستان له استازو سره کتلي وو.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي، د دوحې درېیمې غونډې وښوده چې د افغانستان په اړه د چین او روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ بېلابېل نظرونه موجود دي چې د دې غونډو په اړه بې‌باوري زیاتوي.

د دوحې له درېیو غونډو وروسته د امریکا د سولې انسټېټیوټ په خپل څېړنیز راپور کې ویلي، د درېیمې ناستې په ګډون دغو غونډو ډاډمنې پایلې نه درلودې او ګډون کوونکو هېوادونو یوازې د دا ډول غونډو پر دوام هوکړه کړې ده.

په دغه راپور کې چې سه‌شنبې د جولای په ۱۶مه خپور شو، ویل شوي چې د دوحې درېیمه غونډه ښيي چې د افغانستان په اړه د چین او روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو او د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی چې د دې غونډو په اړه بې‌باوري زیاتوي.

د امريکا د سولې انسټېټیوټ لیکلي، چین او روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه اعلان کړی چې د طالبانو له حضور پرته به په دغو غونډو کې ګډون ونه‌کړي.

خو د یاد انسټېټیوټ په ټکو، لوېدیځو هېوادونو بیا په وار وار د بشري حقونو پر موضوع ټینګار کړی او دا یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرط ګڼلی دی.

راپور زیاتوي، لوېدیځو هېوادونو په یوه ګډ لیک کې چې په بشپړه توګه نه‌دی عام یا علنی شوی، د دوحې له درېیمې ناستې مخکې د دې غونډې پر اجنډا او بهیر نیوکه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې فرانسې، بريتانیا او کاناډا هم دغه لیک، لاسلیک کړی او خبرداری یې ورکړی چې ښايي په‌دې غونډو کې خپل ګډون کم کړي.

په راپور کې راغلي چې د دوحې د درېیمې ناستې په څېر غونډې طالبانو ته رسمیت وربښي او د هغوی ځپونکي تګلارې پیاوړي کوي.

د دې څېړنیز راپور پر بنسټ، ملګرو ملتونو هڅه وکړه څو طالبان قانع کړي چې په‌دې غونډه کې ګډون د دوی په ګټه دی، له همدې امله د دې سازمان د سرمنشي سیاسي مرستیالې روزمیري ډیکارلو چې د غونډې مشري یې پر غاړه درلوده وویل، تر دې غونډې مخکې یې په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

روزمیري ډیکارلو

دغه انسټېټیوټ وايي، د افغانستان د يوازيني استازي په توګه د طالبانو بلنه، په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره د هغوی له شرطونو څخه وه چې په ياده غونډه کې د مدني ټولنې او ښځو د استازو نه ګډون او د غونډې له اصلي اجنډا څخه د ښځو د مسئلې لرې کول، د د دغه انسټېټیوټ په خبره د طالبانو په ګټه یو مثبت امتیاز و.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ زیاتوي، ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو او د چین او روسیې په څېر د سیمه‌ییزو قدرتونو اړینو ګټو په پام کې نیولو سره، د دوحې د درېیمې غونډې په اجنډا کې پر اقتصادي او د نشه‌يي توکو پر مسئلې بحث وکړ.

په راپور کې راغلي، د دوحې د غونډې موخه د افغانستان د ستونزو لپاره د حل‌لارې موندل و، خو داسې ښکاري چې نه طالبان او نه هم په‌دې غونډه کې ګډون کوونکي هېوادونه د طالبانو د تګ‌لارو په اړه انعطاف ښيي.

طالب چارواکي تر دې دمه د دوحې د درېیمې ناستې د پایلو په اړه چوپه خوله پاتې دي، پرته له هغه ادعاوو چې نړۍ د دوی پیغامونه اورېدلي او منلي دي.

دوی ان په راتلونکو غونډو کې د ګډون ژمنه هم نه‌ده کړې.

په‌همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه صلاح‌الدین سعیدي وايي، د افغانستان د ستونزو حل د دې هېواد دننه دی.

نوموړی وايي: "هغه مسئله چې زه له نړۍ سره بېل نظر لرم هغه دا ده چې باید طالبانو ته وویل شي چې تاسو په کوم حق او د کوم مشروعیت له‌مخې خپلې تګلارې، زموږ د هېواد پر لوڼو او نجونو تطبیقوئ او بیا د داسې یوه حکومته چې مشروعیت نه‌لري توقع درلودل او غوښتنه کول چې دا او هغه موضوع اصلاح کړئ، دا په خپله د ظلم منل دي."

د بشري حقونو فعالې ظریفې غفاري ازادي راډيو ته وویل: "یوناما، د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ د اصلي او سترې مرجع په توګه چې افغان نجونو او ښځو ترې تمه درلوده، په حقیقت کې د دوی د حقونو د ملاتړ پر ځای د هغو کسانو لپاره زمینه برابره کړه چې د ښځو حقونه له پامه غورځوي. موږ وينو چې له‌دې غونډو څخه کلونه تېر شول خو لا هم نړيواله ټولنه نه‌ده توانېدلې چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانېزي."

د بشري حقونو فعاله ظریفه غفاري

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ملګروملتونو د افغانستان د اوسنیو ننګونو د حل په موخه د دوحې ۳ ناستې ترسره کړې چې په تېرو دوو کې یې طالبانو ګډون نه درلود.