د نجونو او ښځو مياشتنی عادت او اقتصادي ستونزې؛ ډاکترانې: په‌دې برخه کې پوهاوی نه‌شته

ارشیف

یو شمېر افغانې نجونې او ښځې وایي، د بد اقتصادي وضعیت له امله د ګڼو بشري ستونزو تر څنګ د میاشتني عادت پر مهال روغتیایي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري.

میاشتنی عادت (پېریوډ) چې په نورماله توګه هره میاشت ټولې پېغلې نجونې او ښځې ورسره مخ کېږي او ډاکتران یې مهمه روغتیایي دوره بولي، خو په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وایي چې روان اقتصادي کړکېچ له امله په دې دوره کې روغتیایي اسانتیاوو ته کم او یا هیڅ لاسرسی نه‌‌لري.

دوی وایي، اکثره کورنۍ د نورو بشري اړتیاوو پورو کولو تر څنګ د کمزوري اقتصاد له امله خپلې روغتیایي ستونزې هم نه‌شي حلولی.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ دی، ډېری نجونې د میاشتني عادت پر مهال روغتیایي توکي نه‌شي پېرلی او پر ځای یې چې نور توکي (ټوټې) کاروي هغه ضرر لري.

د کابل ښار اوسېدونکې چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "اوس چې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ دی، ډېری نجونې د میاشتني عادت پر مهال روغتیایي توکي نه‌شي پېرلی او پر ځای یې چې نور توکي (ټوټې) کاروي هغه ضرر لري، ښځې او نجونې د اقتصادي ستونزو له امله ان د درملو د اخیستو توان نه‌لري."

د لوګر ولایت اوسېدونکې او دریو ماشومانو مور مژګان امیني وایي، کورنۍ په‌دې برخه کې د خپلو لوڼو په اړتیاوو پوره کولو کې نا توانه دي.

هغه وايي: "په افغانستان کې ډېره سخته ده چې نجونې او ښځې په دې دوره کې خپلې روغتیایي اړتیاوې پوره کړي، ځکه دلته اقتصادي ستونزې زیاتې دي او هره کورنۍ نه‌شي کولی چې د خپلو لوڼو لپاره دا توکي برابر کړي."

دا نجونې او ښځې وایي، هر میاشت لږ تر لږه دوو پاکټونو کوتکسو ته اړتیا لري.

په کابل ښار کې د ځینو درمتلونونو کارکوونکي وایي، اوس دوی ته د تېر په شان د دغو روغتیایي توکو پېرلو لپاره د ښځو او نجونو مراجعه زیاته نه ده.

د کابل ښار د یو درملتون فارمسس خان محمد ستانکزي بیا د دې توکو د بیو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "کوتکس یو رقم په دېرش افغانیو دي چې ۱۶ دانې لري، یو رقم په ۴۰ افغانیو دي او بل رقم چې لږ ګران هم دي ترکي دي هغه بیا په ۶۰ افغانیودي."

د میاشتني عادت موضوع په افغانستان کې قابو یا تقریباً شرم ګڼل کېږي، ډېری نجونې او ښځې په‌دې اړه له خبرو ډډه کوي او له‌دې کبله چې دغه طبیعي پروسه شرم ګڼل کېږي، ډېری نجونې په دې اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کله چې زه په لومړي ځل له میاشتني عادت سره مخ شوم، ماته په‌دې اړه له وړاندې هېڅ معلومات نه و، حتا زه ډېره ورخطا او ډاره شوې وم چې دا څه حالت دی، بیا مې مور ته وویل له هغه وروسته مې مور زه پوه کړم او راته یې وویل چې دا عادي خبره ده او هره میاشت به ورسره مخ کېږې."

د نسایي ولادي برخې د متخصصو ډاکترانو په خبره، میاشتنی عادت په نجونو کې له ۱۳ کلنۍ یا په ځینو کې له ۱۶ کلنۍ پیلېږي او تر پنځوس کلنۍ دوام کوي چې هر ۲۸ ورځې وروسته ورسره مخ کېږي.

ډاکتران دا دوره له روغتیایي اړخه د ښځو لپاره مهمه فزیکي او روحي دوره بولي.

نسایي ولادي برخې متخصصې ډاکتر نجم سما شفاجو ازادي راډیو ته د اقتصادي وضعیت له امله روغتیایي توکو ته د نه لاسرسي په اړه د نجونو د ستونزو او اندېښنو په اړه بدیلې لارې داسې تشریح کړې: "که چېرې د نجونو اقتصاد ښه نه وي او کوټکس نه‌شي اخیستلی نو له نَخي ټوټو دې کار واخلي، دا ټوټې دې په صابون او پوډرو پاکې مینځي، اوکش او بیا دې لمر ته اچوي او باید د ټوټو شا او مخه دې اوتو کړي، که اوتو نه‌لري په تناره کې دې ښکته او ګرمې دې کړي چې مېکروب یې لرې شي."

د نسایي ولادي څانګې بله متخصصه ډاکتر نوریه مشکل بیا وایي، که په‌دې دوره کې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه نیول شي، د خطرناکو ناروغیو لامل به شي.

هغه وايي: "که چېرې دوی حفظ الصحه ونه ښودل شي، نو امکان لري چې دوی په راتلونکي کې له ځینو ستونزو سره مخ شي، لکه د رحم او نفیرونو التهاب، چې دا بیا حتا د د نفیرو د بندېدو او د بې‌اولادۍ لامل کېږي او په ځینو کې ان د مثانې د التهاب لامل کېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې د افغانستان د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه د بېلابېلو کمپاینونو له لارې نجونو ته په ښوونځیو کې د میاشتني عادت په اړه معلومات ورکول، خو په‌دې اړه اوس د عامه پوهاوي په برخه کې اندېښنې لا زیاتې شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري له شپږم ټولګیو پورته ښوونځي بند کړل شوي دي.