د فرانسه له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر مکرون ګوند ماتې خوړلې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسه له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر ایمانویل مکرون ګوند له ښي اړخو ماتې خوړلې ده.

په داسې حال کې چې د فرانسې په لومړي پړوا انتخاباتو کې د ښي اړخي ګوند کاندیدانو نسبي بریا ترلاسه کړې، د ولسمشر ایمانویل مکرون منځلاری ګوند او کیڼ اړخي هڅه کوي چې په دویم پړاو ټاکنو کې يې د ګټلو مخه ونیسي.

د منځلاري او کیڼ اړخې ګوندونو کاندیدان باید نن د جولای دویمه په دویم پړوا ټاکنو چې تمه ده د راوانې یکشنبې په ورځ ترسره شي، نوملیکنه وکړي.

ولسمشر مکرون وروسته له هغې د وخت مخکې ټاکنو اعلان وکړ چې ګوند د مې میاشتې په نهمې د اروپا په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه.

د مارین لوپین په مشرۍ ښي اړخي ګوند د تېرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو په لومړي پړوا کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.

له رایې اچونې وروسته نظر پوښتنې ښيي چې دغه ګوند ۳۴ سلنه رايې خپلې کړي دي.

مارین لوپین

ورپسې کیڼ اړخو ۲۸ سلنه او د ولسمشر مکرون منځلاري ګوند بیا ۲۱ سلنه رایې خپلې کړې دي.

که چېرته ښي اړخی د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټي، ولسمشر ایمانویل مکرون به اړ وي چې د خپل واک په پاتې درېیو کالونو کې د هغوي له حکومت سره یوځای کار وکړي.

مارین لوپین چې د کډوالو ضد د ملي ټولنې ګوند مشري کوي، پلویان یې وايی، د مکرون ملاتړي له منځه وړل شوي او ورک شوي دي.

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په فرانسه دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر مکرون منځلاری ګوند له کیڼ اړخو سره مرسته کوي، څو ښې اړخي ونه توانېږي واک ترلاسه کړي.

دا دوه ګوندونه هیله لري چې په ګډ کار سره وکولی شي د پارلمان ۲۸۹ څوکیو ته د ښې اړخو د رسېدو مخه ونیسي.

د فرانسې پارلماني ټاکنې په دوو پړاوونو د پارلمان ۵۷۷ لپاره ترسره کېږي چې لومړی پړاو يې د تېرې یکشنبې او راتلونکې پړوا هم د راروانه یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د دغې ټاکنو لپاره ۴۹ میلیونه فرانسویانو ځانونه راجستر کړي دي.