د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې


په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړی دور پیل شو.
وروستۍ نظرشمیرنې ښیي چې سوسیالیست کاندید فرانسواهالندې له ښي اړخي اوسني ولسمشر نیکولاس سارکوزي مخکې دی.

له ۴۴ میلیونو څخه زیات فرانسویان به چې د رایې ورکولو مستحق دي، نن د دې هیواد د رایې ورکولو په ۸۵ زرومرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

خو یوزیات شمېر رایې ورکونکو ویلي، چې دوی به د انتخاباتو په ننني دورکې په دې خاطر ګډون ونه کړي چې د جمهوري ریاست کاندیدان په دې کې پاتې راغلي، چې دوی په څه ډول کولای شي په ټولنه کې موجودې ستونزې لکه د بې کارۍ او په اروپا کې مخ په زیاتیدونکې اقتصادي ستونزې اوارې کړي.

جینیویوی بالدې د پاریس د رایې ورکولو په یوه مرکز کې صندوق ته د خپلې رایې اچولو وروسته رویترز ته وویل، نن یې خپله رایه ځکه استعمال کړه چې د مسولیت احساس یې کاوه.

″هو، زه غواړم چې خپله رایه وکارم خو په دې ډاډه نه یم چې دا کارپه ډیرې خوښی کوم. زه یوڅه زړه نازړه ځکه یم چې په واقعیت کې موږ یوریښتینی انتخاب نه لرو. نو پدې خاطرباید رایه هغه کاندید ته ورکړو چې غوره یې بولو.″

لسو کاندیدانو په دغو انتخاباتو کې برخه اخیسته او اټکل نه کیږي چې یو به یې هم په دې بریالی شي چې اکثریت رایې چې د لومړي دورد ګټلو لپاره ورته اړتیا ده، یوسي. د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به د انتخاباتو بل دور د می په شپږمه نیټه ترسره شي.

که سوسیالیست هالندې سارکوزي ته په دوهم دورکې ماتې ورکړي، دا به په دیرشو کلونو کې لومړی ځل وي چې یو ولسمشر د دوهمې دورې لپاره انتخابات بایلي.

په دی سره به هالندې لومړی سوسیالیت ولسمشر وي چې په ۱۹۹۵ کال کې له فرانسوا میتران وروسته د فرانسې واګی په لاس کې اخلي.

سارکوزي د انتخاباتو په کمپاین کې په کراتو کراتو له خپلو اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دی د فرانسې د ولسمشر په توګه د اروپا د پورونو د ستونزې او د سخت اقتصادي وضعیت له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ و.

د فرانسې د پوهنې پخوانی وزیر فرانسوا بایروچې د لسو کاندیدانو له ډلې یودی، لومړی کاندید وچې نن یې خپله رایه صندوق ته واچوله.

ویل کیږي چې که څه هم په دې انتخاباتو کې د هغه د بري چانس ډیرلږدی خو د انتخاباتو په دوهم دورکې هغه مهم رول لوبولای شي. خو داتراوسه نده معلومه چې دی به خپل ملاتړي د چا په پلوي رایې ورکولو ته وهڅوي.

د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نتیجه کې به د راتلونکې حکومت جوړښت هم مشخص شي. د جون په میاشت کې په دې هیواد کې د ملي اسامبلې یا پارلمان لپاره چې اوس پکې د سارکوزي محافظه کاران اکثریت لري، انتخابات کیږي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نني دور ابتدایي نتیجې به د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کیدو سمدستي وروسته اعلان شي.

په دې انتخاباتو کې دغه راز شاوخو اته لکه فرانسویان چې د اروپا له وچې لیرې په فرانسې پورې مربوطو سیمو کې اوسي، هم خپلې رایې وکاروي.
XS
SM
MD
LG