د دوحې ناستې ته په بدخشان کې د یو شمېر ښځو اعتراض

Your browser doesn’t support HTML5

د دوحې ناستې له پیلېدو یوه ورځ مخکې په بدخشان کې یو شمېر ښځو د دې ناستې په تړاو اعتراض وکړ. سبا د چنګاښ په لسمه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب، د لسګونو هېوادونو او طالب چارواکو په ګډون د قطر پلازمېنه دوحه کې یوه غونډه جوړېږي. په دې ناسته کې به د ښځو د حقونو او مدني ټولنو فعالان ګډون ونه کړي.