له جرمني څخه ازبکستان ته د ځینو افغان کډوالو لېږل؛ دواړه هېوادونه په دې اړه پر یوې موافقې کار کوي

د المان بیرغ

د جرمني د شپیګل مجلې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت له ازبکستان سره پر یوې موافقې کار کوي څو یو شمېر افغان کډوال هلته ورولېږي.

د جرمني شپیګل مجلې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی تېره میاشت ازبکستان ته تللی و څو هغه هېواد ته له جرمني د ځینو اخراجېدونکو افغانانو په ورلېږلو موافقې ته ورسېږي.

د جرمني حکومت که څه هم رسماً په دې اړه لا خپل پلان نه دی رسنیز کړی، خو شپیګل مجلي ویلي، جرمن چارواکي په پام کې لري د اخراج وړ افغان کډوال لومړی ازبکستان ته ولېږي څو وروسته له هغه ځایه د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د شپيګل په خبره، جرمن چارواکو ځکه دا پلان غوره کړی چې نه غواړي له طالبانو سره په دې اړه مستقیم مذاکرات ولري.

ازبکستان ته د جرمني دغه پلاوي وروسته له هغه سفر کړی چې په وروستیو څو اوونیو کې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې د افغان اتباعو له خوا څو تاوتریخجنې او مرګونې پېښې شوي دي.

خو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د جون په لومړیو کې ویلي وو چې هېواد یې د هغو افغان مهاجرو د اخراج پر بهیر غور کوي چې د هغې په وینا، د جرمني امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه ازبکستان ته له جرمنی د ځینو "اخراج وړ" افغان کډوالو د استولو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د جون په اوومه یې په یوه اعلامیه کې د جرمني له حکومت غوښتي وو چې افغان کډوال د نړیوالو کنوانسیونو خلاف درېیم هېواد ته ونه لېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، هیله‌من دی وکولای شي د افغانانو د حقونو د تامین لپاره له ډیپلوماټیکو لارو له جرمني سره دا موضوع تعقیب کړي څو افغان اتباع له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي.

د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې وروستۍ څو اوونۍ له تاوتریخوالي ډکې پېښې کېږي.

په منهایم ښار کې د مې په ۳۱مه یوه افغان کډوال د یوه پولیس په شمول پنځه کسان د چړو په ګوزارونو ټپيان کړل.

یکشنبه په هامبورګ کې پولیسو هغه سړی په ډزو سره ټپي کړ چې د پولیسو په خبره تبر په لاس یې په په پولیسو باندې د برید هڅه کوله.

تر دې مخکې د جمعې په ماښام له برلین ۱۳۰ کیلومتره لرې په یوه ختیځ ښار کې یوه افغان کډوال یو بل افغان په چاقوګانو وواهه او مړ یې کړ.

دغه بریدګر وروسته په یوه کور کې درې نور کسان هم چې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ د پیل لوبې یې کتلې ټپیان کړل.

پولیسو په خپل بیان کې وروسته ویلي چې بریدګر غوښتل په پولیسو باندې هم برید وکړي، خو په ډزو سره یې مخه ونیول شوه. دغه افغان کډوال وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

تېره سه شنبه هم د جرمني پولیسو اعلان وکړ چې یو نولس کلن افغان ځوان په فرانکفورت ښار کې یوه ۴۱ کلنه جرمنۍ ښځه په چاقو وهلې او ټپي کړې یې ده.

دا بریدګر د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

تر دې مخکې په منهایم ښار کې د مې په ۳۱مه یوه افغان کډوال د یوه پولیس په شمول پنځه کسان د چړو په ګوزارونو ټپيان کړل.

یکشنبه په هامبورګ کې پولیسو هغه سړی په ډزو سره ټپي کړ چې د پولیسو په خبره تبر په لاس یې په په پولیسو باندې د برید هڅه کوله.

پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. بریدګر په خپله هم د پولیسو له خوا سخت ټپي شو او بستري دی.

د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته جرمني د افغان کډوالو د اخراج بهیر ودراوه، خو جرمني رسنیو د جون په لومړیو کې د صدراعظم اولاف شولز په حواله خبر ورکړ چې جرمني د مجرمینو د اخراج لپاره د احتمالي لارو چارو په لټه کې دی.

اولاف شولز چې د منهایم پېښې سخت په غوسه کړی وو د جرمني پارلمان ته په وینا کې وویل چې که خطرناکه مجرمین ان له سوریې او افغانستان هم راغلي وي باید له جرمني وایستل شي.