د ناټو دفاع وزیران له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د ملاتړ پر لارو چارو غږېږي

د ناټو دفاع وزیران او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې پر هغو لارو چارو غږېږي چې دا تړون له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي.

د ناټو غړي هېوادونه د یوه ګروپ له لارې چې مشري یې د امریکا متحد ایالتونه کوي له اوکراین سره د ملاتړ د همغږي چارې مخته وړي، خو د جرمني اژانس په باور اوس د ناټو غړي هېوادونه پر دې غور کوي چې په څه ډول رسماً مسوولیت پر غاړه واخلي.

د ناټو د ۳۲ غړیو هېوادونو دفاع وزیران په داسې وخت دا مسئله څېړي چې تېره شپه هم اوکراین او روسیې پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.

په دې اړه نور: اوکراین او روسیې پر یوه بل د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي

د اوکراین وسله‌والو ځواکونو وویل، هوایي دفاع یې په اوو سیمو کې د روسیې له لورې توغول شوې ۱۷ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، روسیې ۱۷ بالستیک او کروز توغندي هم توغولي چې نیمایي یې دوی شنډ کړي دي.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی ځواکونو ۷۸ اوکرایني ډرون الوتکې د کریمیا ټاپوزمه په ګډون په پنځو سیمو کې نسکورې کړي دي.

کریمیا ټاپوزمه په ۲۰۱۴م کال کې روسیې له اوکراین څخه بېله کړه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړه.

په بروکسل کې نن تمه ده چې د ناټو دفاع وزیران پر داسې یوې طرحې خبرې وکړي چې څرنګه له اوکراین سره په امنیتي برخه کې مرستې کولی شي او څرنګه اوکراینیان روزلی شي.

په دې اړه پر مسودې د ناټو د دفاع وزیرانو په پرونۍ غونډه کې موافقه وشوه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پر دې به هم خبرې وشي چې څرنګه ناټو خپل دفاعي ځواک نور پياوړی کولی شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له خبریالان سره د خبرو پر مهال

د ناټو د دفاع وزیرانو دا غونډه د دې تړون تر سرمشریزې مخکې وروستۍ یوه ده، د ناټو سرمشریزه راتلونکې میاشت په واشنګتن کې جوړېږي.